د شرکتونو د مالياتو د ورکړي، د بيت‌ المال او دولتي بوديجې د تمويل په اړه خبرتيا

admin_mof

د ماليې وزارت د عوايدو لوی رياست د شرکتونو ټولو ښاغلو مسؤلينو ته خبر ورکوي، چي د خپلو شرکتونو (د پېر، پلور، تنخواوو او نورو) ټولو اداري اسنادو د ساتني او خوندیتوب په برخه کي جدي پاملرنه وکړي، که نه نو د کوتاهۍ او قصور پر مهال به يې پايلي او عواقب د دوی له پاره گټور نه وي.

پر عايداتو باندي د مالياتو قانون د څلورمي مادې پر بنسټ، په يوه مالي کال کي د حکمي اشخاصو د ماليې وړ عوايدو شل سلنه (خمس) د ماليې وزارت حساب ته د ورکړي وړ دئ؛ نو دغه اشخاص مکلف دي، چي تر هر څه د مخه ژر تر ژره خپل مکلفيتونه تصفيه کړي. 

 ماليات د دولت د بوديجې د تمويل او ملت ته د خدمتونو د وړاندي کولو په موخه تر لاسه او گټه ترې اخيستل کېږي.

ماليات د بيت‌المال يوه برخه ده؛ بيت‌المال هغه مال دئ، چي ټول مسلمانان پکښي حق لري.

د بيت‌المال د نوموني لامل: په تېر وخت کي د اسلامي دولت يوه برخه مالونه او عوايد په خوندي کورونو کي کېښودل کېدل، چي د موقع پر مهال به د خلکو او ټولني د اړتياوو د لېري کولو له پاره لگېدل او د هغو عوايدو نوم د خوندي ځای د تړاو له امله بيت‌المال وبلل سو.

په اسلام کې د بيت‌المال مصاديق: بيت‌المال ډېر زيات مصاديق لري چي تر ټولو ارزښتناک يې زکات، عشر، خمس، خراج، جزيه، ماليات، عامه شتمنۍ، د ادارو اموال، سازمانونه، دولتي مؤسسې اونور دي.

د لا زياتو معلوماتو له پاره د ماليې وزارت اړوند د عوايدو لوی رياست د ماليه ورکوونکو د اړيکتيايي خدمتونو مرکز له زر (۱۰۰۰) شمېرې او يا له (info.ard@mof.gov.af) برېښليک سره اړيکي ټينگي کړئ.

زموږ ماليه - زموږ هېواد - زموږ راتلونکی

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۵:۵۴
Background image

د مالیاتي محاسبینو اوومي دورې ازموینۍ لپاره نوم لیکنه

مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د مالیاتي محاسبینو اوومه دوره ازموینه اخلي. په شرایطو برابر کسان کولای سي د لاندي لینک په پرانیستلو سره په انلاین فورمه کي

پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۲:۱۹
Background image

په قسطونو سره د تېرو کلونو د باقیاتو ورکولو خبرتیا!

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ د پرېکړي له مخي ټول هغه سوداګریز شرکتونه، چي د تېرو کلونو ګمرکي باقیات لري او تر اوسه یې نه دي تحویل کړي، کول

پنجشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۸ - ۱۲:۳۰
Background image

له هیواد څخه د غنمو د صادراتو په هکله د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست خبرتیا!

په دې وروستیو کي ځیني ناسم خبرونه خپاره سوي، چي ګواکي له هیواد څخه غنم په قاچاقي ډول بهر ته صادریږي. مالیې وزارت دغه اوازي ناسمي بولي او په کلکو ټکو یې ردوي

وروستي اعلانونه

Back to announcements