د علمي، کلتوري او بشري پانګې عالي شورای تخنیکي ناسته وشوه

farid_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۶:۳۲
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د تلې میاشتې په ۲۳ مه نېټه د علمي، فرهنګي او بشري پانګې عالي شورای تخنیکي ناسته په مالیې وزارت کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د نړیوالو اړیکو پالیسۍ او بورسیو، د پولي ارزښت له مخې د تحصیلي بورسونو په څرنګوالې، له شته فرصتونو حد اکثر ګټه اخیستنه، په خصوصي پوهنتونونو کې د ټیټ درسي کیفیت په تړاو د لوړو زده کړو وزارت په عملي ګام پورته کولو او څارنې، د تخنیکي تعلیماتو په چوکاټ کې د مسلکي پوهنتون په جوړېدو، په خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو په مؤسسو کې په پرتو ستونزو، د حل لارو په لټولو او یو شمېر ورته مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې.

خبر

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۴:۱۶
Background image

مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې د مسودې په تړاو د مشرانو جرګې وړاندیزونه او نظرونه واورېدل

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، د لېندۍ میاشتې په ۱۰ مه نېټه د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې د مسودې په تړاو د مشرانو جرګې د سناتورانو وړاندیزونه او نظرونه واورېدل. د مشرانو. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۰ - ۱۳:۴۶
Background image

له نړیوالو شریکانو سره د دوه اړخیزه ژمنو پلي کولو په برخه کې د افغانستان حکومت د پام وړ پرمختګونه

د مالیې وزارت پالیسۍ مرستیالې اغلې ناهید سرابي، نن د لېندۍ میاشتې په ۱۰ مه نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې په دې وروستیو کې له نړیوالې ټولنې سره د جینوا. . .

شنبه ۱۳۹۸/۹/۹ - ۱۶:۱۶
Background image

د افغانستان حکومت د تکافل صنعت د ملاتړ لپاره د زمینې برابرولو ته ژمن دی

د تکافل (اسلامي بیمې) صنعت د پیژندلو لومړنی کنفرانس نن د لیندۍ میاشتې په ۹مه نېټه په انټر کانټیننټال هوټل کې جوړ شو.

په دې کنفرانس کې د مالیې وزارت اداري مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ،. . .

BACK TO NEWS