د عوایدو او ګمرکونو مرستیال د دوست هيواد ترکیې سفارت له سر قنسل سره وکتل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۸ - ۱۰:۳۹
خبر

د مالیې وزارت مرستیال مولوي رحمت الحق فُضیل، د دوست هيواد ترکیې سفارت له سر قنسل سنن الحان سره وکتل.

د مالیې وزارت مرستیال په دې ليدنه کي د افغانستان لپاره د ترکیې سفارت سرقنسل ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د دواړو لورو د دوه اړخیزه اقتصادي، کلتوري او سوداګریزو اړیکو پر لا ټینګېدو خبري وکړې.

په ناسته کي د هرات په ګمرک کي د ترکیې سفارت  د شخصي موټرونو پر محصول د اسانتیاوو رامنځته کول او د یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وسوه.

د مالیې وزارت مرستیال د ترکيې سرقنسل سره خبرو کي د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو پر لا ټینګېدو ټینګار وکړی او زیاته یې کړه، چي افغانستان او دوست هیواد ترکیه مخکنۍ  تاریخي اړیکي او ګډ مشترکات لري، چي د افغانستان نوی حکومت به د تل په څېر له ترکيې سره خپلي اړیکي لا ټینګي او د ورورۍ فضاء رامنځته کړي.

د ترکیې سفارت سرقنسل د خپل هیواد په استازيتوب له افغانانو او نوي حکومت سره  دهر اړخیزه مرستو د دوام ترڅنګ وویل، چي ترکیه غواړي په کابل کې د دیني کتابونو د چاپولو یوه لویه مطبعه جوړه او ورسره  نورو برخو کي هم د خپلو بشردوستانه مرستو لړۍ دوامداره وساتي.

خبر

وروسته د ترکیې سفارت سرقنسل ښاغلي سنن الحان د مخه ښې پرمهال، د مالیې وزارت مرستیال ته خپل یو لیکلی کتاب او د ترکۍ ډبري یوه جوړه تسبیح هم په ډالۍ کي ورکړې.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۹
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د غبرګولي ۲۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي سیمینار پیل شو

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ننګرهار ګمرک ریاست له لوري د دې ریاست او تورخم ګمرک آمریت (۲۰۰) کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د. . .

BACK TO NEWS