د مالیې وزارت سرپرست: د افغانستان حکومت هڅه کوې څو دا هیواد له وارداتي اقتصاده په صادراتي اقتصاد بدل شي
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د تلې میاشتې په ۲۷ مه نېټه د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک له مرستیال ښاغلي هارټ ویګ شیفر، سره له اداري فساد سره د مبارزې او مخنیوي په تړاو د افغانستان د حکومت په نوې ستراتېژۍ، په ملکي برخه کې د افغانستان د تمویلوونکو په ناسته چې ټاکل شوې ده، په ۲۰۲۰ کال کې تر سره شي او یو شمېر نورو مسایلو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.
د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې د افغانستان حکومت پلان دا دی، چې د افغانستان حکومت له وارداتي اقتصاده په صادراتي اقتصاد بدل کړي.
د سویلي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیال، د قراردادونو په برخه کې د افغانستان حکومت د اقتصادي اصلاحاتو پلي کولو هرکلی وکړ.