د مالیې وزارت سرپرست د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې له عمومي رئیس سره ولیدل

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۸:۱۲
خبر

د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د افغانستان سټنډرډ ملي ادارې له عمومي رئیس ذبیح الله زیارمل سره د مالیې وزارت عوایدو او ګمرکونو په معینیت کې ولیدل.

په دې لیدنه کې چې د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو مرستیال عالم شاه ابراهیمي او د سټنډرډ ملي ادارې یو شمېرغړو حضور درلود، دواړو لوریو د یادې ادارې په تشکیل، د NTA کارکوونکو په ګمارنه او د معاشونو د ورکړې په کچه، په سرحدي او محصولي ګمرکونو کې د دې ادارې د کارکوونکو لپاره د امکاناتو او تأسیساتو برابرولو په اړه خبرې او د نظرونو تبادله وکړه.

د سټنډرډ ملي ادارې عمومي رئیس ذبیح الله زیارمل، د یادې ادارې د تشکیل په اړه د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ زیاته کړه، چې په دغه اداره کې۷۰ تش بستونه موجود دي، چې ډېری یې تخصصي او فني دي. نو په دې اساس د فني او تخصصي کارونو د پر مخ وړلو لپاره کم تر کمه ۴۱ NTA بستونو ته اړتیا ده او اړینه ده چې جدي پاملرنه ورته وشي. همدارنګه نوموړی، د ګمرکونو او سټنډرډ ملي ادارې تر منځ د لا همغږۍ او همکارۍ غوښتونکی شو.

د مالیې وزارت سرپرست د یادو ستونزو د بنسټیز حل په برخه کې یادونه وکړه، چې د سټنډرډ ملي اداره دي د یادې ادارې د معاشونو د سکل نوې طرحې لپاره یو پروپوزل چمتو کړي؛ تر څو د لازمو پرېکړو په موخه اړوندې کمېټې ته وړاندې شي.

خبر

د ناستې په پای کې پرېکړه وشوه چې د ګمرکونو عمومي ریاست او سټنډرډ ملي ادارې تر منځ د همکارۍ او همغږۍ په موخه یو ګډ هوکړه لیک ترتیب شي، تر څو د دواړو لوریو مسولیتونه مشخص او کارونه په سمه توګه ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۶/۳۰ - ۱۲:۲۴
Background image

د کورنۍ پلټنې د عمومي ریاست سرپرست له خپلو کارکوونکو سره د پېژندنې ناسته وکړه

 د کورنۍ پلټنې عمومي ریاست سرپرست، عبدالطیف خالد د خپلو لاس لاندې کارکوونکو سره د لا پېژندنې په موخه د مالیې

یکشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۸ - ۱۷:۲۳
Background image

د مالیې وزارت یو شمېر ریاستونو ته نوي رئیسان ور معرفي سول

د ا.ا.ا د مالیې وزارت له اداري سیاست او د مشرتابه له هدایت سره سم د اداري او اجرائي چارو د پرمخ وړلو او کارونو د ځنډ د مخنیوي په موخه

پنجشنبه ۱۴۰۰/۶/۲۵ - ۱۵:۴
Background image

د مالیې وزارت یو شمېر ریاستونو ته نوي رئیسان ور معرفي سول

د ا.ا.ا د مالیې وزارت له اداري سیاست او د مشرتابه له هدایت سره سم د اداري او اجرائي چارو د پرمخ وړلو او کارونو د ځنډ د مخنیوي په موخه د دې وزارت یو شمېر ریاستونو ته د مسؤلانه خدمتونو. . .

BACK TO NEWS