د مالیې وزارت سرپرست په افغانستان کې د عامه او خصوصي مشارکت د پروژو پلي کیدو په برخه کې د اسیایې پراختیا بانک د همکارۍ غوښتونکی شو

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۸/۱۶ - ۱۰:۵۱
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لړم میاشتې په ۱۴مه نېټه د اسیا پراختیایې صندوق (ADF) د ناستو په څنډه کې د خصوصي سکټور او د عامه او خصوصي مشارکت په برخو کې د اسیایې پراختیا بانک له مرستیال ښاغلي دیوکار ګوپتا، سره وکتل.
په دې کتنه کې د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د کندهار سولري برښنا پروژه په افغانستان کې د عامه او خصوصي مشارکت (PPP) یوه بریالۍ بیلګه ده. نوموړي د خصوصي سکټور په برخه کې د اسیایې پراختیا بانک مرستیال ته یادونه وکړه چې په افغانستان کې د کورجوړونې، کرنې او انرژۍ سکټورونو په برخه کې د عامه او خصوصي مشارکت پروژو لپاره ستر ظرفیت شتون لري، د اسیایې پراختیا بانک کولی شي چې د پلي کیدو په برخه کې یې همکاري وکړي.
د اسیایې پراختیا بانک مرستیال د مالیې وزارت د سرپرست له نظریاتو مننه وکړه او له نوموړي څخه یې غوښتنه وکړه چې ۳ نه تر ۵ پورې ځانګړې پروژې وړاندې کړي چې په دې پروژو کې د اسیایې پراختیا بانک د افغانستان له حکومت سره کار وکړي او د پلي کیدو په برخه کې یې همکاري وکړي.
د اسیایې پراختیا بانک مرستیال وویل چې د راتلوونکي کال په جنورۍ میاشت کې به د یاد بانک په استازیتوب یو پلاوی واستوي تر څو ټاکل شوی پروژې له نږدې څخه د غور او بررسۍ لاندې ونیسي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۸:۴۹
Background image

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست د ولسي جرګې له کمېسیونونو سره په ګډه ناسته کې په ملي بودیجې کې د حکومت وړاندیز شویو تعدیلاتو او د هیواد روان مالي وضعیت په اړه توضیحات ورکړل

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د غبرګولې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د ولسي جرګې له کمېسیونونو سره په ګډه ناسته کې چې د مالي او بودیجوي کمېسیون په کوربتوب ترسره. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۲ - ۱۷:۱۲
Background image

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد له ځانګړي استازي سره خبرې وکړې

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غبرګولي میاشتې په ۱۲ مه نېټه د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد له. . .

شنبه ۱۳۹۹/۳/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

مالیې وزارت د افغان کډوالو د داوطلبانه راتګ په موخه د سعودي عربستان سفارت او د پنا غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمیشنرۍ دفتر سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، نن د غبرګولي میاشتې په ۱۰ مه نېټه د افغان کډوالو د داوطلبانه راتګ په موخه د همکارۍ هوکړه لیک په افغانستان کې د سعودي. . .

BACK TO NEWS