د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره د ترانزیټ په ملي ستراتیژۍ خبرې وکړې
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د غویي میاشتې په ۳ مه نېټه د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست ښاغلي اجمل احمدي سره وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لوریو په هیواد کې د ترانزيټ په ملي ستراتیژۍ، د صادراتو او وارداتو په تعرفوي مسائلو او په بندرونو کې د خصوصي سکټور ستونزو ته په رسیدنه بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وویل چې موږ د افغانستان د تراتزیټ ستراتیژۍ جوړه کړې او د اقتصاد عالي شورا ته به یې واستو او د یادې شورا له منظورۍ وروسته به پلي شي. ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د ستراتیژۍ د بریا لپاره د مالیې وزارت په ځانګړی توګه د ګمرکونو همکارۍ اړینه ده او اړتیا ده څو یاده ستراتیژۍ دواړه لوري په دقیق ډول وګوري.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د صادراتو او وارداتو د تعرفوي مسائلو په اړه وویل چې مالیې او صنعت او سوداګرۍ وزارتونه دې په ګډه د خصوصي سکټور په همغږۍ د اقتصادي تحلیلونو له مخې په تعرفوي مسائلو کار وکړي څو تعرفې داسې جوړې شي چې د افغانستان د اقتصادي ودې سبب وګرخي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو دی. ښاغلي احمدي زیاته کړه چې د هیواد ټول بندرونه دې داسې عیار شي چې د خصوصي سکټور لپاره اسانتیاوې رامنځته شي او هغوی هم خپل صادرات او واردات له قانون سره سم ۱۰۰ سلنه محصول کړي.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې د دې ناستې ټول موضوعات ډیر مهم دي، موږ د ترانزیټ ملي ستراتیژۍ کې له تاسو سره همکار یو د اقتصاد عالي شورا کې به خپل نظرونه په دې اړه شریک کړو څو د اقتصادي تحلیل او د سېمې نښلونې له مخې منظمه د ترانزیټ ستراتیژي تنظیم شي ځکه چې افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا د نښلولو کانون دی او د مالیې وزارت تخنیکي همکاران به په دې برخه کې له تاسو سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د مالیې وزارت سرپرست د تعرفوي موضوعاتو په اړه وویل چې د هیواد په کچه د تعرفې کمېټه شتون لري او بېلابیلي ادارې یې غړیتوب لري، د مالیې وزارت سرپرست وویل چې په تعرفه کې کموالی او زیاتوالی باید د اقتصادي تحلیلونو له مخې وشي او مالیې وزارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په نخنیکي برخه کې همکاري کوي.مح
ښاغلي ارغندیوال وویل چې موږ له خصوصي سکټور سره همکار یو او را روانه اوونۍ به لومړنۍ دیجیټلي تله چې له اسیکوډا سیستم سره به وصل وي د تورخم ګمرک کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. په نورو بندرونو کې به هم اسانتیاوې را منځته کړو خصوصی سکټور هم باید خپل واردات او صادرات له قانون سره سم عیار کړي.
د ناستې په پای کې پریکړه وشوه څو د مالیې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو تخنیکي تیمونه په دوامداره توګه په یادو موضوعاتو کار وکړي.
