د ولایتونو د بندرونو د کیفیت کنټرول کارکوونکو له پاره روزنیز پروګرام او د عوایدو او ګمرکونو معنیت د کارکوونکو له پاره د انګلیسي ژبي او کمپیوټر لومړنيو کورسونه لړۍ پیل سوه!

syllab_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۴۶
...........

د تلي ۱۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د عوایدو او ګمرکونو معینیت د کیفیت کنټرول ریاست کارکوونکو له پاره د کیفیت کنټرول مسلکي کولو تر سرلیک لاندي روزنیز پروګرام او د عوایدو او ګمرکونو کارکوونکو له پاره د انګلیسي ژبي او کمپیوټر د زده کړي لومړنيو کورسونو لړۍ پیل سوه.
په همدې مناسبت جوړه سوې غوڼده، چي د عوایدو او ګمرکونو ملي اکاډمۍ د کنفرانسونو په تالار کي رابلل سوې وه، د عوایدو او ګمرکونو معین الحاج مفتی عبدالمتین سعید، د روزني او ظرفیت لوړولو آمر مفتي عبدالوهاب عابد او د ولایتي او مرکزي ادارو د همغږۍ آمر او  د دعوت او ارشاد ریاست کفیل مولوي وصیف احمد احمدي ګډون کړي وو.
د کارکوونکو چارو ریاست د روزني او ظرفیت لوړولو آمر په خپلو خبرو کي وویل، چي د دې پروګرامونو د ترسره کولو موخه د کارکوونکو مسلکي کول دي. د بندرونو د کیفیت کنټرول کارکوونکو مسلکي کول یوه مهمه او حیاتي مسئله ده؛ ځکه چي د نفتي موادو  کیفیت د خلکو په روغتیا او چاپیریال مستقیمه اغېزه لري.
د عوایدو او ګمرکونو معین په خپلو خبرو کي وویل، چي هغه دندې او مسئولیتونه، چي تاسو ته سپارل سوي دي یو امانت دئ. هغه وخت تاسو دا امانت او مسئولیت په ښه توګه ترسره کولای سئ، چي په اړه ئې پوهه ولرئ. که نه نو دا د امانت سره خیانت دئ او خطرناکي پایلي لري؛ نو هڅه وکړئ، چي له دې پروګرام څخه پوره ګټه پورته کړئ او خپلو پوهو او مهارتونو ته وده ورکړئ او خلکو ته ارزښتناک خدمتونه وړاندي کړئ.
د دعوت او ارشاد ریاست کفیل وویل، چي په دې پروګرام کي ستاسو د ګډون موخه ستاسو ظرفیت لوړول دي؛ ترڅو له دې لاري له دې امتیاز څخه برخمن سئ. د مهارتونو د پراختیا او خلکو ته د مطلوبو خدماتو وړاندي کولو ترڅنګ د الهي اوامرو او هدایاتو پیروي هم وکړئ او په خپلو ټولو کارونو کي مخلص اوسئ. له خلکو سره ښه چلند وکړئ او هڅه وکړئ، چي اسانتیاوي ورته رامنځته کړئ.
د یادوني وړ ده، چي دا پروګرام به (۱۷) ورځي او د انګلیسي ژبي او کمپیوټر لومړڼي کورسونه به (۲) میاشتي دوام وکړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هیواد یو شمېر ګمرکونو ته د څه باندي (۶)لکه امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابېل وسایط وپېرل سول

د مرغومي ۱۶مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د حیرتان، آقینې او فراه ګمرکونو کي د چارو د لا چټکتیا، سوداګرو او موټر چلوونکو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د ګمرکي کارکوونکو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۲:۳۶
Background image

د هیواد اوو ګمرکونو ته د څه باندي دوه میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د اور وژني وسایط وپېرل سول

د مرغومي ۱۱مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کي د اور لګېدني د احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه د څه باندي (۲) میلیونه او (۳۶) زره امریکایي ډالرو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۱:۱۵
Background image

د کندهار مستوفیت او خصوصي سکټور د مالي برخي کارکوونکو ته د مالیاتي پروسو او اظهارپاڼو ډکولو روزنیز سیمینار جوړ سو

د مرغومي ۱۱مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست له لوري د کندهار مستوفیت او خصوصي سکټور د مالي برخي کارکوونکو ته د مالیاتي پروسو او مالیاتي اظهارپاڼو ډکولو په تړاو سیمینار د. . .

BACK TO NEWS