د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودیجې استماعیه ناستې پیل شوې

farid_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۱۶:۴۸
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د تلې میاشتې په ۸ مه نېټه د ۱۳۹۹ مالي کال د ملي بودیجې استماعیه ناستې په مالیې وزارت کې ترسره شوې.

د نن ورځې په استماعیه ناستو کې د عدلیې، کلیو او پراختیا، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او همداشان د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مسؤلینو ګډون کړې وو چې د بودیجې د کمېټې، مدني ټولنو، د افغانستان د عامه مطالعاتو مؤسسې، د افغانستان د روڼتیار څار استازو او د ملي بودیجې عدالت غوښتونکو غړو هم شتون درلود.

خبر

په لومړي سر کې د یادو ادارو استازو ته د ۱۳۹۹ مالي کال استماعیه ناستو اصلي چوکاټ روښانه او د دې ادارو د بودیجوي اړتیاوو او امکاناتو ته په کتو د راتلونکي مالي کال په ملي بودیجه کې یې د لومړیتوبونو په پام کې نیولو په تړاو خبرې او د نظرونو تبادله وشوه.

د مالیې وزارت سرپرست ټینګار وکړ، چې د ملي بودیجې په سند کې باید هغه پروژې ورګډې شي، چې د خلکو په ژوند، اقتصادي وضعیت، کارموندنه او ملي عوایدو باندي مثبت اغېز لري او د افغانستان له اقتصادي ځان بسیاینې سره په تدریجي ډول مرسته وکړي.

خبر

د یادونې وړده، چې د ملي بودیجې استماعیه ناستې به په پرلپسې توګه له ټولو بودیجوي واحدونو سره ترسره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۱۲:۲۴
Background image

د مالیې وزارت سرپرست: موږ په افغانستان کې د سترو پروژو لپاره د ترکیې د سترو شرکتونو د پانګونې غوښتونکي یو

د مالیې وزارت سرپرست او د زيربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لیندۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ استانبول ښار ته سفر. . .

یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د مالیې وزارت سرپرست د ترکیې د کورنیو چارو له وزیر سره وکتل

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د لیندۍ میاشتې په ۱۵ مه نېټه یې د ترکیې هیواد د کورنیو چارو له وزیر ښاغلي. . .

دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۴:۱۶
Background image

مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې د مسودې په تړاو د مشرانو جرګې وړاندیزونه او نظرونه واورېدل

د مالیې وزارت مالي مرستیال ښاغلي زاهد همدرد، د لېندۍ میاشتې په ۱۰ مه نېټه د ۱۳۹۹ مالي کال ملي بودیجې د مسودې په تړاو د مشرانو جرګې د سناتورانو وړاندیزونه او نظرونه واورېدل. د مشرانو. . .

BACK TO NEWS