د TT (پیسو انتقال) او اړینو لومړنیو توکو واردولو د تسهیل ناسته ترسره سوه

admin_mof
دوشنبه ۱۴۰۰/۷/۵ - ۲۰:۵۴
خبر

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د مجلس له پریکړي سره سم، په د افغانستان بانک کي د ناستي په تعقیب د مالیې په وزارت کي، د رئیس الوزراء د مرستیال ملا عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د اقتصاد، صنعت او تجارت د وزیرانو، د افغانستان بانک د رئیس او معاون او د مالیې وزارت د معینانو او اړوندو مسؤولینو په ګډون دTT (د پیسو انتقال) او افغانستان ته د اړینو توکو د تولید لپاره د لازمو آسانتیاوو برابرولو په موخه د روان ۱۴۴۳ کال د صفر میاشتې په ۱۹مه د ماسپښین پر ۳بجو د مالیې وزارت خیبر صالون کي ناسته وسوه.

د افغانستان بانک یوه طرحه او د اړینو لومړنیو خوراکي او طبي توکو لست برابر کړی تر څو افغانستان ته یې د واردولو لپاره لازمي آسانتیاوي برابري سي، په دې ناسته کي پریکړه وسوه تر څو یاد لست د صنعت او معادنو له خوني سره شریک سي تر څو د داخلي فابریکو د خامو موادو برعلاوه، نور اړین لومړني توکي هم لست ته داخل سي او په هېواد کي د ننه د خوراکي او طبي توکو د کمښت ستونزه هواره او د قېمتونو د لوړېدو مخنیوی وسي.

همدارنګه پریکړه وسوه چي د افغانستان بانک او ټول اړونده ارګانونه به د بانکونو د ستونزو د هوارولو لپاره هڅه کوي تر څو ټولی ستونزي په ښه توګه هواري سي. همدارنګه د داخلي فابریکو د لا تقویې او ملاتړ لپاره هر ډول لازمي هڅي په داسي توګه کیږي چي په هېواد کي د ننه، د توکو قېمتونه هم کنترول او له لوړېدو یې مخنیوی وسي.

تجارانو په حیرتان بندر کي د ځینو ستونزو یادونه وکړه او د مالیې وزارت ژمنه وکړه تر څو یادي ستونزې په عاجله توګه هواري کړي. همدارنګه بهرنیو تخنیکي کارګرانو ته د افغانستان د ویزې د تمدید او د افغانستان صادراتو لپاره د لازمو تدابیرو او آسانتیا اړوند هم لازمي لارښوني وسوې.

خبر

د ناستې په پای کي د ا.ا.ا د رئیس الوزراء مرستیال، ښاغلي عبدالسلام حنفي د خصوصي سکتور استازو، سوداګرو او د فابریکو خاوندانو ته ډاډ ورکړ چي د دوی ټولو ستونزو ته به رسېدنه کیږي او د حل لپاره یې لازم تدابیر نیول سوي دي. نوموړي زیاته کړه چي په هېواد کي د اقتصادي چرخش د ښه فعالولو او د کاري فرصتونو د ایجاد په موخه، له اړوندو هېوادونو سره خبرې روانې دي څو (د ټاپي، کاسا۱۰۰ او ټاپ) په شان لویي بین الدولتي پروژې پیل سي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۳۸
Background image

د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته وسوه

د وري۳۰مه ۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت لسمه ناسته د اقتصادي وزارتونو او ادارو د با. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۸
Background image

د یو شمېر مستوفيانو د اداري کړنو کلنۍ ارزونه وسوه

د وري ۲۷مه ۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر په مشرۍ د (۲۰) تنو مستوفيانو د اداري فعالیتونو د (۱۴۰۴) هـ.ل کال د کلنۍ ارزوني ناسته د عوایدو او ګمرکونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۸
Background image

د عوایدو لوی رئیس له مرکزي مالیاتي ادارو څخه لیدنه وکړه

د وري ۲۶مه ۱۴۰۵ هـ.ل 

د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، مالیه ورکوونکو ته د خدمتونو وړاندي کولو ریاست، د کوچنیو مالیه ورکوونکو ریاست او د مالیه ورکوونکو د تشخیصیه نمبر له. . .

BACK TO NEWS