له هیواد څخه د غنمو د صادراتو په هکله د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست خبرتیا!

admin_mof
خبر

په دې وروستیو کي ځیني ناسم خبرونه خپاره سوي، چي ګواکي له هیواد څخه غنم په قاچاقي ډول بهر ته صادریږي. مالیې وزارت دغه اوازي ناسمي بولي او په کلکو ټکو یې ردوي. د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي ریاست یو ځل بیا په پوره ډاډ سره یادونه کوي، چي د هیواد د ټولو ګمرکونو له لاري بهر ته په قاچاقي او غیر قانوني ډول د غنمو صادرول په کلکه منعه دي او دغه چاره جرم ګڼي. د مالیې وزارت د هدایت په اساس په ټولو ګمرکونو کي د قاچاقي توکو د مخنیوي کلک تدابیر نیول سوي دي او هیڅ چاته اجازه نه ورکول کیږي؛ تر څو په قاچاقي او غیر قانوني ډول غنم له هیواد څخه بهر صادر کړي. که چيري کوم څوک په ګمرکونو کي، بهر ته د غنمو د قاچاق په تړاو کره اسناد او یا د کوم قاچاقي بانډ په تړاو معلومات ولري؛ نو کولای سي د لاندي برېښنالیک او یا ټليفون شمېرې باندي اړیکه ونیسي، تر څو د ورته غیري قانوني کړنو مخه په بشپړ ډول ونیول سي. ټلیفون شماره: ۲۲۱ ایمېل ادرس: Callcenter.customs@mof.gov.af د مالیې وزارت د ګمرکونو او بندرونو ویښ او زړور منسوبین شپه او ورځ د هیواد په ټولو ګمرکونو کي په دقیق ډول د ټولو ممنوعه توکو په صادرولو او واردولو باندي کلکه څارنه لري او هيڅ چاته اجازه نه ورکوي، تر څو په غیر قانوني ډول ممنوعه توکي وارد او یا له هیواد څخه بهر کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۶:۴۱
Background image

مالیې وزارت د شکایتونو اورېدلو خپلواک امریت رامنځته کړ

مالیې وزارت په چارو کي د لا روڼتیا رامنځته کولو او د مراجعینو، سوداګرو او کارکوونکو ستونزو او شکایتونو ته پر وخت او سمه توګه رسېدو، د هر ډول

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۱:۴۷
Background image

 ماليې وزارت د گمرکونو لوی ریاست خبرتیا!

د مالیې وزارت د گمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء عالي مقام د (۱۰۷۵) گڼي (۱۴۴۵-۲-۲۶) نېټې د حکم پر

شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۵ - ۱۲:۱۹
Background image

 ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

د ماليې وزرات د ګمرکونو لوی ریاست ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو ته، چي تر اوسه ئې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره خپل رسمي

وروستي اعلانونه

Back to announcements