مالیې وزارت د ۱۳۹۹مالي کال لپاره د متقاعدینو معاشونه د بایومیټریک له نوی پروسې پرته ورکوي

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۹/۳/۱ - ۱۵:۲۴
خبر

مالیې وزارت د ۱۳۹۹مالي کال لپاره د متقاعدینو معاشونه د دغه طبقې د زیان لیدنې او له دوی سره د مرستې په موخه د بایومیټریک له نوې پروسې پرته او د مخکنیو کارتونو له مخې ورکوي.

خبري کنفرانس چې په همدې موخه نن جوزا میاشتې په لومړۍ نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې ترسره شو، د تقاعد خزانې لوی رئیس ښاغلي محمد عمر دراني په یادې برخه کې د اصلاحاتو پلي کیدو ترڅنګ د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجې جوړښت او مالي اجراتو په اړه وویل: " د کرونا ویروس د خپرېدو او په هیواد کې د قرنطین له کبله د متقاعدینو د بایومیټریک پروسه ځنډېدلې ده، نو له همدې کبله موږ چې د متقاعدینو له شورا سره کومه ناسته درلوده، د افغانستان حکومت او مالیې وزارت د اوسنیو شرایطواو د متقاعدینو اقتصادي وضعیت په درک کولو سره پرېکړه وکړه، چې د نوبتي جدول سره سم د متقاعدینو حقوق په څلورو یا پنځو میاشتو کې ورکړي."

نوموړي زیاته کړه: د نوي بایومتریک پروسې پرته متقاعدینو ته د معاشونو له وکړې څخه موخه ده چې دوی اوسنیو شرایطو ته په کتو سره خپلې ستونزې حل کړي او ورځنیو ستونزو ته رسیدنه وکړی شي، ځکه د متقاعدینو یواځنی د عوایدو سرچینه د تقاعد حقوق در لاسه کو دي.

خبر

په دې کنفرانس کې د تقاعد خزانې لوی رئیس، له قرنطین وروسته د متقاعدینو د بایومیټریک نوي پروسې بیا پیلولو خبر ورکړ او له متقاعدینو یې وغوښتل، څو د اوسنیو ستونزمنو شرایطو په پام کې نیولو سره په کور کښېنې او د حقونو ترلاسه کولو لپاره دې د خزانې لوی ریاست ته مراجعه نه کوي، ځکه مالیې وزارت پرته له دې چې دوی فزیکي حضور ولري له جدول او ترتیب شوې لیست سره سم ترسره کوي.

د یادونې وړده، چې مالیې وزارت د متقاعدینو حقوق د مخکنیو کارتونو مطابق له لاندې دریو بستو سره سم ترسره کوي.

متقاعدین او د هغوی وارثین، چې کلني حقوق یې ۷۵ زره افغانۍ وي، سل سلنه (۱۲ میاشتې معاش یې) ورکول کول کېږي.

متقاعدین او د هغوی وارثین، چې کلني حقوق یې ۷۵۰ زرو څخه تر ۱۵۰ زره افغانیو پورې وي، ۷۵ سلنه (۹ میاشتې معاش یې) ورکول کول کېږي.

متقاعدین او د هغوی وارثین، چې کلني حقوق یې له ۱۵۰ زره افغانۍ لوړ وي، ۵۰ سلنه (۶ میاشتې معاش یې) ورکول کول کېږي.

د هغو متقاعدینو حقوق چې ۲۵ سلنه او ۵۰ سلنه پاتې کیږي د روان مالي کال کال په پای کې ورکړل شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۵۰
Background image

د ګمرکونو له مسئولینو سره انلاین ناسته وشوه

د تلې لومړۍ،۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزیر حاجي ملا محمد ناصر اخوند په مشرۍ او د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج ملا نعمت الله حسن، د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد او د وزارت د یو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د عوایدو عمومي ریاست د رهبرۍ دوولسمه ناسته وشوه

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د عوایدو عمومي رئیس الحاج مولوي سفرمحمد سحر په مشرۍ، د عوایدو عمومي ریاست د (۱۴۰۵) هـ.ل کال د رهبرۍ دوولسمه ناسته د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې

د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې. . .

BACK TO NEWS