د افغانستان او سعودي عربستان تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه ناسته وشوه

د افغانستان او سعودي عربستان شاهي هیواد تر منځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په موخه ناسته نن د وږې میاشتې په ۱۲ مه نېټه د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ په مالیې وزارت کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ښاغلي محمد ګل خلمي، د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، کار او ټولنیزو چارو، کانونو او پترولیم، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو مرستیالانو همداشان د افغانستان برښنا شرکت، د مرکزي احصائیې او د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو خپلواکې ادارې رئیسانو او د سوداګرۍ او پانګونې خونې نخنیکي او پالیسۍ مرستیال ګډون کړې وو، چې موخه یې افغانستان ته د سعودي عربستان د سوداګرۍ او پانګونې وزیر په مشرۍ د یاد هیواد د لوړپوړي پلاوي سفر ته چمتو والی وو چې په نږدې راتلوونکې کې به راشي.

په دې ناسته کې د سولري او بادي انرژۍ، د کرنې، کانونو په ځانګړې توګه د اوسپنې او مسو په برخه کې د سعودي عربستان په پانګونې، د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې د یاد هیواد په همکارۍ، د طبي بوټو، میو او سبزیو په ځانګړی توګه یاد هیواد ته د افغانستان زعفرانو په صادرولو، په سعودي عربستان کې د دواړو هیوادونو د تولیداتو د نندارتون په جوړیدو، په ټولنیزو، کلتوري او لوړو زده کړو په برخه کې د افغانستان او عربستان تر منځ په دوه اړخیزو همکاریو او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو بحث او هر اړخیزې خبرې وشوې.