د مالیې وزارت سرپرست او د سریلانکا ولسمشر د دواړو هیوادونو ترمنځ د مستقیم هوایي کریډور په ارزښت ټینګار وکړ

admin_mof
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۱ - ۹:۵۸
خبر


د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، د سلواغې میاشتې په ۲۰ مه د سریلانکا له ولسمشر ښاغلي ګوتابیا راجاپکشا، سره په کلمبو ښار کې وکتل.
په دې لیدنه کې چې په یاد هیواد کې د افغانستان سفیر هم شتون درلود، په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست د جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني، پیغام هغوی ته وړاندي کړ او له هغه یې افغانستان ته د ورتلو غوښتنه وکړه.
ښاغلي قیومي، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د اړیکو پراخېدو ترڅنګ، یادونه وکړه، چې دغه دواړه هیوادونه د اړیکو پراخېدو لپاره له ښو وړتیاوو برخمن دي. د مالیې وزارت سرپرست، د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د مستقیم هوایي کریډور جوړېدو، چې هره اوونۍ به مسافر او سوداګریز توکې د دواړو هیوادونو ترمنځ ولېږدوي ټینګار وکړ.
د سریلانکا ولسمشر، د مالیې وزارت سرپرست له وړاندیز څخه هرکلی وکړ او ویې ویل، چې د دې هیواد د هوایي برخې رئیس ته به سپارښتنه وکړي څو د دغه وړاندیز پلي کول په پام کې ونیسي.
د مالیې وزارت سرپرست، د سریلانکا د ولسمشر له ملاتړه مننه وکړه او د تازه او وچو مېوو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، ځینو کاني موادو، کم پیدا خاورې چې په دې هیواد کې زیاته اړتیا ورته لیدل کېږي، یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې له هوایي کریډور وروسته کېدی شي دغه مهم توکې دې هیواد ته ولېږدول شي.
په دې سربېره ښاغلي قیومي، وویل، چې دغه دواړه هیوادونه د هوایي کریډور له پرانیستو وروسته توریسم، طبي توریسم، لوړو زده کړو او په نورو اړینو برخو کې یو له بل سره ملتیا وکړي. دغه مسئله د سریلانکا له اقتصادي ودې سره مرسته کوي او د روغتیایي خدمتونو او لوړو زده کړو په برخو کې د افغانستان لاسرسي ته لار هواروي.

خبر

همدا شان دواړو لوریو، د تولید له لارې د دوه اړخیزه او سیمه ایزې همکارۍ، برېښنا لېږد او لګښت په تړاو بحث او خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې منځنۍ اسیا له پوره انرژۍ د برخمنېدو له کبله کولی شي د سویلي اسیا د انرژۍ اړتیاوې د افغانستان له لارې پوره کړي.
د دې ترڅنګ د مالیې وزارت سرپرست، دغه موضوع د یو پنل له لارې چې د نړیوال بانک له خوا یې د کلمبو ښار په روانه اوونۍ کې کوربتوب کیده تر بحث لاندي ونیوه او د افغانستان او سریلانکا د همکاریو لارې یې روښانه کړې.
ښاغلي قیومي وویل چې د افغانستان د سولې پروسه کولی شي د مصالحې بریالیو پروګرامونو، د جګړه مارانو ادغام او همداشان د سولې روانو چارو کې د سریلانکا له تجریو څخه ګټه واخلي. د سریلانکا ولسمشر د دوه اړخیزو دفاعي همکاریو د پیل لپاره د افغانستان اړوند نظامې تجربې او تخصص د شریکولو لکه له تروریزم سره د مقابلې، د ماینونو پاکوالي، له مخدره توکو سره د مبارزې او همداشان د جګره مارانو د اغام په برخو کې خپل پوره ملاتړ اعلان کړ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۵:۲۱
Background image

د مالیې وزیر هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د خپلو رسمي ولایتي سفرونو په لړ کې دا ځل د دغه وزارت د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په ملتیا هرات او فراه ولایتونو ته سفر وکړ.
نوموړي، د دغه سفر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۹
Background image

په تېرو دوو اوونیو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

د غبرګولي ۲۸مه ۱۴۰۵هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کې د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۵:۴۰
Background image

د ننګرهار ګمرک کارکوونکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمانونو د تشرېح او پوهاوي سیمینار پیل شو

د غبرګولي۲۳مه ۱۴۰۵هـ.ل
د ننګرهار ګمرک ریاست له لوري د دې ریاست او تورخم ګمرک آمریت (۲۰۰) کارکوونکو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د فرمانونو د ښه تطبیق په موخه د. . .

BACK TO NEWS