د اړوندو ادارو او مرسته کوونکو ترمنځ د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه تعقیبي ناسته وشوه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۲ - ۱۳:۱
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي په مشرۍ د کب میاشتې په ۲۱ مه نېټه د اړوندو ادارو او مرسته کوونکو ترمنځ د کرونا ویروس خپرېدو د مخنیوي په موخه تعقیبي ناسته وشوه.   

په دې ناسته کې چې د اړوندو ادارو مرستیالانو او مسؤلینو، نړیوال بانک د اسیا پراختیایي بانک او د روغتیا نړیوال سازمان ګډون کړی وو، لومړی د عامې روغتیا وزارت، په افغانستان کې د کرونا ویروس له کبله د موجوده وضعیت او مالي او تخنیکي اړتیاوو په تړاو د ناستې ګډونوالو ته پریزینټېشن وړاندې کړ.

د ارشاد، حج او اوقافو او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د کرونا ویروس خپرېدو او مخنیوي په برخه کې د عامه پوهاوي خپرولو ته چمتو والی وښود او زیاته یې کړه، چې د جوماتونو او د هیواد د رسنیو له لارې به خلکو ته اړین پوهاوی ورکړي.

خبر

همدا شان د افغانستان مرسته کوونکو په هیواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د هر ډول مالي او تخنیکي مرستو چمتو کولو ډاډ ورکړ.

د مالیې وزارت سرپرست د ناستې په پای کې اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې په اړوندو برخو کې جدی کار وکړي او راتلونکي اوونۍ کې دي ناستې ته د کاري پرمختګ راپور وړاندې کړي. همدارنګه نوموړي د عامې روغتیا وزارت او مرکزي احصایې ادارې ته هدایت ورکړ، چې د خطر سیمې، نفوس او د کرونا ویروس احتمالي ګراف مشخص کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۱:۳۴
Background image

د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات د ګمرک کارکوونکو ته روزنيز سيمينار پيل سو!


د چنګاښ۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د ماليې وزارت د ګمرکونو او عواید ملي اکاډمۍ له تدريسي پلان سره سم، د ابونصر فراهي، نيمروز او هرات ولایت د ګمرک (۳۰) تنو کارکوونکو له پاره يو مياشتنى روزنيز سيمينار. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۳۶
Background image

نشست هماهنگی میان ریاست های مربوطه معینیت عواید و گمرکات دایر گردید!


اول سرطان ۱۴۰۴هـ.ل
سومین نشست هماهنگی سال (۱۴۰۴هـ.ش)  میان ریاست های مربوطه معینیت عواید و گمرکات وزارت مالیه تحت ریاست الحاج مفتی عبدالمتین سعید معین عواید و گمرکات در تالار جلسات این. . .

BACK TO NEWS