د مالیې نوماند وزیر او سرپرست په حضور کې د ۱۲ او ۲۲ ناحیې د اوبو رسولو پروژې لومړي فاز هوکړه لیک لاسلیک شو

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۴/۷ - ۹:۳
خبر

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال په حضور کې نن د چنګاښ میاشتې په ۳ مه نېټه د کابل ښار ۱۲ او ۲۲ مې ناحیې د اوبو رسولو پروژې لومړي فاز هوکړه لیک د افغانستان ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې عمومي شرکت رئیس ښاغلي انجینیر حمیدالله یلاني؛ او ولید یوسفزي خصوصي شرکت رئیس ښاغلي نصرت الله یوسفزي، ترمنځ په مالیه وزارت کې لاسلیک شو.

د کابل اوبو رسونې پروژې لومړي فاز ارزښت چې ۸ میلیونه امریکایي ډالره دی، ټاکل شوې ده، چې د یوه کال په موده کې د خصوصي سکټور له لارې پلي شي او له پلي کېدو وروسته به په یادو ناحیو کې د ښاروالي ښارګوټي او د ملي امنیت pps ښارګوټي لومړی، دویم، درېیم او څلورم بلاکونه د اوبو رسونې تر پوښښ لاندي راشي.

د مالیې نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د دې هوکړه لیک لاسلیکولو په مراسمو کې وویل، چې د ۱۲ او ۲۲ ناحیې اوبو رسولو پروژه یوه حیاتي پروژه ده او د څښلو پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې به د کابل ښاریانو اړتیاوې پوره کړي. د مالیې وزارت سرپرست، پاکو او سالمو اوبو ته د کابل ښار د اوسېدونکو لاسرسي په موخه د دې پروژې پلي کول یو سترګام وباله او د پروژې له پلي کولو یې خپل ملاتړ اعلان کړ. نوموړي اړوندو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د دې حیاتي پروژې په پلي کولو کې دي جدي همکاري وکړي.

خبر

د افغانستان ښاري کانالیزاسیون او اوبو رسونې عمومي شرکت رئیس ښاغلي انجینیر حمیدالله یلاني، د حکومت او مالیې وزارت له مشرتابه د مننې ترڅنګ د اوبو رسولو پروژو پلي کولو په تړاو وویل، چې موږ د ۱۳۹۶ کال اقتصاد عالي شورای په ناسته کې د ۱۲ او ۲۲ ناحیې اوبو رسولو پروژه وړاندي کړه او په ۱۳۹۸ کال کې د هغوی د تائید او منظورۍ وړ وګرځېده. له نېکمرغه موږ نن ورځ د یادو ناحیو د اوبو رسولو لومړي فاز هوکړه لیک د لاسلیکولو شاهدان یو.

د ولید یوسفزي خصوصي شرکت رئیس ښاغلي نصرت الله یوسفزي، د افغانستان حکومت له مشرتابه د مننې ترڅنګ وویل، چې موږ ژمن یو څو دغه پروژه په رڼه او ښه توګه پلي کړو او هیوادوالو ته د سالمو اوبو رسولو په برخه کې خپله دنده ترسره کړو.

خبر

د یادونې وړده، چې د ۱۲ او ۲۲ ناحیې د اوبو رسولو پروژې ټولیز ارزښت، چې د څو فازو درلودونکي ده ۵۴.۴۸ میلیونه امریکایي ډالره دی، چې د عامه او خصوصي مشارکت له لوري پلي کېږي او له پلي کېدو سره به یې د ۴۵ کلونو لپاره د کابل ښار ۵۳۵۰۰۰ تنه اوسېدونکو ته د پاکو او سالمو اوبو رسولو زمینه برابره شي او د قرارداد له اخیستلو وروسته به یاده پروژه د دریو او یا څلورو کلونو په موده کې پلي او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۵
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د غبرګولي۱۳مه۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د نیمروز په ګمرک کي د اورلګېدني مخه ونیول سوه!


د غبرګولي۱۲مه۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې د نیمروز ګمرک ځیرکو کارکوونکو له خوا یوه عراده کانټینري بار وړونکي موټر ته، چي د برېښنا د شارټۍ له امله ئې. . .

BACK TO NEWS