د تورخم ګمرک ډیجیټلي تلې د اسیکوډا له سیستم سره وصل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

admin_mof
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۴/۲۴ - ۱۸:۰
خبر

د تورخم ګمرک ډیجیټلي تلې نن د چنګاښ میاشتې په ۲۴ مه نېټه د اسیکوډا له سیستم سره وصل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د اسیکوډا له سیستم سره د دې تلو نښلولو موخه د عوایدو په راټولولو کې روڼتیا، له اداري فساد سره مبارزه، د اداري پروسو او بروکراسۍ لنډول او په ټوله کې د سوداګریزو محمولو دقیق کنټرول او مشخص کول دي.

د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د ننګرهار د والي مرستیال ښاغلي تمیم عارف مومند، د ولایتي شورای استازو، خصوصي سکټور او د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کار کوونکو د یادو تلو د نښلولو په مراسمو کې ګډون کړی وو.

د مالیې وزارت نوماند او سرپرست وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، د مراسمو په ترڅ کې وویل:" د ادارو په ځانګړي توګه د عوایدي سرچینو په مډرن کولو کې زموږ د رول په پام کې نیولو سره مالیه وزارت دا خپل مسؤلیت بولي؛ څو د کاري بهیرونو د اصلاح او د سیستمونو د پراختیا له لارې د ملي عوایدو راټولو په پروسه کې روڼتیا رامنځته او د امکان تر حده د فساد او خپل سریو مخه ونیول شي. تر دې دمه د تورخم، اسلام کلا، نیمروز او سپین بولدک په ګمرکونو کې ډیجیټلي تلې نصب شوي دي او د حیرتانو، اقینې، شیرخان بندر، ډنډپټان او ابو نصر فراهي په ګمرکونو کې یې د نصبولو چارې روانې دي.

د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه:" په عصري وسایلو د ګمرکونو سمبالول او د ډیجیټلي تلو نصبول د مافیایي کړیو لپاره د اندېښنې وړ او د مالیې وزارت له اړینو کارونو او لومړیتوبونو څخه ده، چې انشاء الله په بشپړه اراده او غوڅ جدیت سره به د هیواد په ټولو ګمرکونو کې دا لړۍ پلي شي.

همدا شان د مالیې وزارت سرپرست وویل، چې موږ له اداري فساد سره په غوڅ ډول مبارزه کوو او مفسدینو ته به اجازه ورنکړو،څو زموږ ملي عواید په خپلو منګولو کې ونیسي.

د ننګرهار د والي مرستیال ښاغلي تمیم عارف مومند، د مالیې وزارت سرپرست او راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې د روڼتیار رامنځته کولو، سیستم جوړولو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې د مالیې وزارت له لوري د ډیجیټلي تلو نښلول یو نېک ګام دی. نوموړی؛ د افغانستان حکومت په ځانګړي ډول د مالیې وزارت له لوري د تورخم په ګمرک کې د سیستمونو د پراختیا او ودې غوښتونکی شو.

د خصوصي سکټور په استازولۍ ښاغلي ډاکټر مخلص محمد، د تورخم په ګمرک کې د ډیجیټلي تلو د نصبولو د هرکلي ترڅنګ د ملي سوداګرو او خصوصي سکټور په ستونزو وغږېده او د مالیې له وزارت څخه یې وغوښتل څو د دوی ستونزو ته د رسېدو ترڅنګ اړینې او ګڼې اسانتیاوې ورته برابري کړي.

خبر

د یادونې وړده، چې د عوایدي سرچینو لا روڼتیا، له فساد سره مبارزې او د ګمرکونو عصري کولو او د سیستمونو د پراختیا په برخه کې د مالیې وزارت د هیواد په ټولو ګمرکونو کې ډیجیټلي تلې، کمرې او پرمختللي سکنرونه پېرلي او د نصبولو چارې یې روانې دي

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS