د مالیې وزارت مالي مرستیال ته د مډال او یو شمېر کارکوونکو ته د ستاینلیک ډالۍ

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۹
خبر

د مالیې وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام په منظورۍ، د مرغومې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د مالیې وزارت بهرنیو اړیکو رئیس ښاغلي صبغت الله احساس، له خوا د جلالتماب ولسمشر د حکم په لوستلو د دې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، ته د مالي سیستمونو د پراختیا او ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې د طرحې ترتیبولو کې د زیاتو هڅو له کبله د غازي میر مسجدي خان مډال ډالۍ شو.

همدا شان د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ، د بودیجې عمومي رئیس ښاغلي سید نصیر احمد ته افتخاري او د بودیجې د اجراء رئیس ښاغلي رامین اکبرزي ته لومړۍ درجه ستاینلیک، د څارنې او همغږۍ رئیس ښاغلي شمس الله شمس ته لومړۍ درجه ستاینلیک او د بودیجې عمومي ریاست یو شمېر کارکوونکو ته چې په اړوندو چارو کې یې خپله وړتیا ښوودلې وه، د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.

د مالیې وزیر، مالي مرستیال او کارکوونکو ته چې په ستاینلیکونو ویاړل شوي وو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د مالیې وزارت د کرونا ویروس خپرېدو له کبله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوال وو، چې له نېکمرغه د مالیې وزارت کارکوونکو په خپلو هلو ځلو وکولی شول د هیواد مالي سرچینې په ښه توګه مدیریت کړي او د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجه د لومړیتوبونو او اړتیا وو په پام کې نیولو سره ترتیب او په دې برخه کې خپلې وړتیاوې په ډاګه کړي. وړ کارکوونکو ته د ستاینلیک ورکول، د ادارې موخو ته د رسېدو په لاره کې د دوی د ښې ژمنې او زیاتو هڅو سبب ګرځي.

خبر

مالي مرستیال، د مالیې وزارت او د لسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام له مشرتابه، د حکومت د لوړو موخو پلي کولو په پار مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ۱۴۰۰کال ملي بودیجه کې به د مالي چارو او عامه لګښتونو ښه مدیریت او اړوندو برخو کې د اصلاحاتو پلي کولو لپاره زیاتې هلې ځلې کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۳:۵۹
Background image

د شمال او شمال ختیځ زون د یو شمېر ولایتونو د مستوفیانو او ګمرکي رئیسانو ترمنځ ناسته وسوه

۱۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش

 د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس مولوي سفرمحمد سحر، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداءمحمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۴:۴
Background image

د عوایدو او ګمرکونو معینیت د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ نهمه ناسته وسوه

د کب ۱۲مه۱۴۰۴ هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د دغه معینیت د اړوندو ریاستونو د رئیسانو او مسئولینو په ګډون د اداري چارو د یوشان والي او. . .

BACK TO NEWS