د جلال اباد، تورخم ګمرک او ننګرهار ولایت له مستوفیت څخه د مالیې وزارت سرپرست لیدنه

admin_mof
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۹ - ۹:۵۴
خبر

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، د کب میاشتې په ۶ مه نېټه د دې وزارت له یو شمېر لوړ رتبه چارواکو په ملتیا ننګرهار ولایت ته سفر وکړ او د جلال اباد او تورخم ګمرک همداشان د دې ولایت له مستوفیت څخه لیدنه وکړه.

په دې سفر کې د ننګرهار ولایت د ګمرک او مستوفیت کارکوونکو د مالیې وزارت سرپرست ته؛ ملي سوداګرو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو او په چټکه توګه د سوداګریزو محمولو د پړاوونو ترسره کولو په برخه کې د تورخم ګمرک د سېمې پراخيدو، د تورخم ګمرک د پارکینګ پراخېدو، د ډیجیټلي تلو د فعاله ساتلو، د ننګرهار په ګمرک کې د تجهیزاتو او تاسیساتو د کمښت، د تورخم ګمرک په دخولي او خروجي دروازو کې د معیاري او کافي کمرو نه شتون، د مستوفیت او ګمرک د کارکوونکو د ټیټې تخصصي او مسلکي وړتیا او مالیاتو راټولېدو د چارو په برخه کې د عامه پوهاوي ټیټې کچې په تړاو خپلې ستونزې او وړاندیزونه وړاندې او ترڅنګ یې خپلې دندې او مکلفیتونه هم روښانه کړل.

خبر

د مالیې وزارت سرپرست، د دوی د ستونزو له اورېدو وروسته اړوندو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د. . .

BACK TO NEWS