تورخم ګمرک کي د ښځینه وېښتانو لسګونه بوجۍ ونیول سوي

admin_mof
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۳۰ - ۱۱:۵۵
خبر

د مالیې وزارت د ګمرکونو د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې مېړنیو سرتېرو تېره ورځ د ننګرهار تورخم ګمرک کي د قاچاق د مخنیوي په یوه نادره پېښه کي د ښځینه د سر وېښتانو لسګونه بوجۍ کشف او ترلاسه کړي دي.

دغه په لسګونو بوجۍ ښځینه وېښتان چي په پټه ګاونډي هیواد ته قاچاق کېدل د ګمرکونو د سرښندونکو ځواکونو له لوري نیول سوي، چي په بېلابېل ډوله بار وړونکو موټرونو کي ځای پر ځای سوي وو. د تورخم ګمرک د مسؤلینو په خبره ویل کېږي، چي د وېښتانو ترڅنګ په ستره کچه د هیواد قیمتي ډبري هم ترلاسه سوي دي. د دې ترڅنګ په سپین بولدک سرحدي ګمرک کي ۱۰ کارتنه درمل چي پرته له ګمرکي محصول ورکولو هيواد ته واردېدل کشف او نیول سوي دي.

خبر

د یادوني وړ ده چي د انسان د سر وېښتانو پېر، پلور او قاچاق د انساني کرامت او حرمت ته په کتو شرعاً او قانوناً ممنوع دئ.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۳:۵۶
Background image

د آقینې په ګمرک کي د (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې ګټي اخیستني ته وسپارل سوې

د سلواغې ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د آقینې په ګمرک کي د (۷۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ګمرک د احاطې دېوال، د سندونو آرشیف ودانۍ او د درې بابه استوګنیزو ودانیو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۳۰ - ۱۲:۳۷
Background image

په تېرو درېیو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي دي

د سلواغې ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو درېیو اوونیو کي د کندهار، نیمروز، فراه، ننګرهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په زیاته. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۸ - ۱۴:۳۳
Background image

د ګمرکونو او عوایدو معین د العزم قول اُردو له قومندان سره وکتل

د سلواغې ۲۸مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چي په رسمي سفر کندهار ولایت ته تللی، هلته ئې د فرعي ګمرکونو د مسئولینو په شتون کي د العزم قول. . .

BACK TO NEWS