د روزنیزو پروګرامونو ممتازو ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل سول
![خبر](/sites/default/files/2022-10/k1.jpg)
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني عمومي ریاست له لوري په لاره اچول سوو رونیزو پرګرامونو د ګټورتوب غونډه د کورنۍ پلټني عمومي رئیس عبدالطیف خالد، د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر او اړوندو ادارو د یو شمیر مسؤلینو، ترینرانو او د روزنیزونو پروګرامونو د ممتازو ګډونوالو په ګډون د مالیې وزارت په خیبر صالون کې ترسره سوه.
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني عمومي رئيس عبدالطیف خالد د ګمرکونو، مستوفیتونو او د کورنۍ پلټني عمومي ریاست د مسلکي ترینرانو څخه مننه وکړه، چي نوي ګمارل سوي کارکونکو ته یې کټوره روزنه ورکړه، نوموړي زیاته کړه چي نننۍ ناسته روزنیزو پروګرامونو ته د اهمیت ورکولو او په روزنیزو پروګرامونو کي د لوړو نمرو اخیستونکو کارکوونکو د معنوي هڅوني په موخه جوړه سوې ده.
د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد شاه شاکر د لوړو نمرو اخیستونکو ګډونوالو ته د مبارکي ویلو تر څنګ د کورنۍ پلټني عمومی رئیس څخه د یاد ریاست د کارکونکو د ظرفیت لوړوني له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، چي پلټونکي په یوه اداره کي د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د کارکونکو حیثیت لري او د نظام د پیاوړتیا په برخه کي مهم رول اداء کوي.
![خبر](/sites/default/files/inline-images/k2_2.jpg)
د غونډي په پای کي یو شمیر ترینرانو او د روزنیزو پروګرامونو ممتازو ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکول سول.