د جینوا دوه اړخیزه ځواب ورکولو چوکاټ لومړنۍ تطبیقي ناسته وشوه
د مالیې وزارت سرپرست او د زېربناوو په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، په مشرۍ د جینوا کنفرانس تطبیقي شاخصونو لومړنۍ ناسته نن د سلواغې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د مالیې وزارت په خیبر هال کې تر سره شوه.
په دې ناسته کې د کلیو پراخیتا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، کار ټولینیزو چارو شهیدانو او معلولینو، ټولګټو، بهرنیو چارو، ښار جوړونې او اراضي، اقتصاد او کانونو وزارتونو، ټاکنو کمېسیون، د ټاکنو د شکایتونو کمېسیون، اداري اصلاحاتو کمېسیون، د ولسمشرۍ ماڼۍ د چارو لویې ادارې او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون وزیرانو او استازو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، د ګډونوالو له راتلو څخه د مننې ترڅنګ په پرانیستې وینا کې وویل:" د دې ناستې د جوړېدو موخه د ۲۰۱۹- ۲۰۲۰ کلونو لپاره د جینوا دوه اړخیزه حساب ورکولو چوکاټ له سند سره سم د دولتي ادارو او د افغانستان نړیوالو پراختیایي همکارانو ترمنځ د ګډو ژمنو بیا شریکول، د همغږۍ او لا پیاوړې کولو لپاره د لوړ پوړو چارواکو په کچه په اغېزمنه او ګټوره توګه د یادو ژمنو پلي کول او د مسؤلو برخو د ژمنو پلي کېدو پلان نهایي کول ده".
د مالیې وزارت سرپرست له ټولو اړوندو بنسټونو څخه وغوښتل، چې په هر اړخیزه توګه د ژمنو پلي کولو په پروسه کې همکاري وکړي.
اړوندو ادارو خپل تطبیقي راپورونه ناستې ته وړاندې کړل او د ګډونوالو له لوري د جینوا کنفرانس د شاخصونو تطبیقي پلانونه مثبت و ارزول شول، ځکه زیاتو ادارو خپل تطبیقي پلانونه له ټاکل شوې مودې څخه وړاندې بشپړ کړي وو.
په پای کې د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي قیومي، له ګډونوالو څخه د جینوا کنفرانس د شاخصونو تطبیقي پلان بشپړولو په خاطر مننه وکړه او د یادو شاخصونو د لا ښه پلې کېدو لپاره یې د بریاوو هیله وکړه.
