مالیې وزارت په هیواد کې د مالیې ورکړې کلتور دودولو په موخه د مالیاتو اوونۍ ونمانځله

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۱/۲۱ - ۹:۴۸
هفته مالیات

مالیې وزارت نن د سلواغې میاشتې په ۲۰ مه نېټه په هیواد کې مالیه ورکوونکو ته د پوهاوي او مالیې ورکړې کلتور دودولو په موخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د مالیاتو اوونۍ په انټرکانټینینټال هوټل کې ونمانځله.

په دې مراسمو کې د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبي، د عوایدو لویې رئیسې اغلې امنې احمدي، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو، مستوفیانو او عوایدي امرینو، د بېلابېلو دولتي ادارو استازو، د خصوصي سکټور استازو، د ټولنو مسؤلینو او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.

هفته مالیات

په دې مراسمو کې د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبي، د عوایدو لویې رئیسې اغلې امنې احمدي، د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو، مستوفیانو او عوایدي امرینو، د بېلابېلو دولتي ادارو استازو، د خصوصي سکټور استازو، د ټولنو مسؤلینو او یو شمېر مالیه ورکوونکو ګډون کړی وو.

د عوایدو او ګمرکونو مرستیال ښاغلي عبدالله رقیبي، له ګډون کوونکو څخه د مننې ترڅنګ په پرانیستې وینا کې وویل: " د مالیاتو یوه اوونۍ کمپاین چې موږ یې نن ورځ د پیل شاهدان یو، د عامه پوهاوي، د مالیاتي چارو اصلاح، د ملي عوایدو ښه انسجام او په هیواد کې د مالیې ورکړې کلتور دودولو په موخه تر سره شو. موږ هیله لرو، چې د مالیې وزارت د ۱۳۹۸ مالي کال عوایدي پلان او موخو د تحقق، مالیه ورکوونکو ته په وخت د مسلکي خدمتونو وړاندې کولو، د ملي عوایدو ښه او په موقع راټولېدو، د باقیاتو ورکړې او نورو اړوندو مسائلو لپاره  دغه مالیاتي کمپاین مرسته وکړي."

نوموړي زیاته کړه،" د افغانستان له ټولو وګړو څخه هیله کوم، چې خپلې مالیې د هیواد نافذه قوانینو سره سم په خپل وخت ورکړي او د هیواد ځان بسیاینې په لور خپله فعاله ونډه واخلي. د دې په بدل کې زموږ دنده ده چې مالیې یې په رڼه توګه را ټولې کړو او د دولت خزانې ته یې تسلیم کړو، د روڼتیا، موثریت او مثمریت او لومړیتوب لرلو اصل په نظر کې نیولو سره د حساب ورکړې په شکل ولګوو. "

د پلټنې عالي ادارې معین ښاغلي مجیب الرحمن شېرزاد، وویل، چې یو مالیه ورکوونکی باید د مالیې ورکړې په څرنګوالې خبر وي او همدا شان باید پوه شي چې مالیه یې په کومو سیمو کې لګول کېږي.

هفته مالیات

د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلي محمد یونس مومند، په افغانستان کې د نړیوالې سوداګرۍ خونې مؤسس غړي او عامل پلاوي رئیس ښاغلي عبدالقدیر بهمن، د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیسې اغلې منېژې وافق، او د افغانستان د پیشه ورانو ټولنې رئیس ښاغلي محمد حسن سپاهي، د دې پروګرام د ملاتړ ترڅنګ د مالیاتو اوونۍ د موخو، اهمیت او عامه پوهاوي ارزښت په تړاو ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.

د مالیاتو اوونۍ د ۱۰۰ تنه بایسکل ځغلوونکو په سیالۍ د عوایدو او ګمرکونو له معینیت څخه پیل او تر انټرکانټینینټال هوټل پوري دوام پیدا کړ، چې د مخکښو لوبغاړو لپاره د مالیې زوارت رهبري له لوري نقدې جایزې او ستاینلیکونه ورکړل شول.

همداشان د مالیاتو اوونۍ په اوږدو کې ټاکل شوی ده د عامه پوهاوي او د مالیې ورکړې کلتور د پیاوړتیا په موخه بېلابیل تبلیغي او تنوري پروګرامونه د ټولنیزو شبکو، دولتي او خصوصي راډیو تلویزیون او نورو ټولنیزو ارتباطي وسایلو له لارې د هیواد په کچه په لاره واچول شي

هفته مالیات

د یادونې وړ ده چې د مالیاتو اوونۍ له نمانځنې او پرانیستې څخه موخه د مالیه ورکوونکو د پوهې کچې لوړول، د مالیاتي کلتور پیاوړتیا، د مالیه ورکوونکو زده کړه او پیاوړتیا، د اطاعت پذیرۍ کچه لوړول، د عوایدو په پروسیجرونو کې اصلاح او بدلون او مالیه ورکوونکو ته په وخت او موقع د مسلکي خدمتونو وړاندې کول دي، څو له یوه اړخه د مالیاتي جریمو مخنیوی وشي او له بل پلوه ملي عوایدو په ښه توګه را ټول شي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

‏ د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دوهمه ناسته وکړه!

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي پر بنسټ او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي! دي

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په. . .

BACK TO NEWS