د تقاعد خزینې لوی ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو
ښاغلی محمد عمر دراني د مالیې وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم له مخې د تقاعد خزینې د لوی رئیس په توګه ټاکل شوی، نن د کب میاشتې په ۱۳ مه نېټه د مالیې وزارت مالي معین ښاغلي زاهد همدرد له لوري په رسمي توګه معرفي شو.
په دې پیژندغونډه کې چې د مالیې وزارت یو شمېر رئیسانو او کارکوونکو ګډون کړې وو، د مالیې وزارت مالي معین نوي ټاکل شوي رئیس ته د مبارکۍ تر څنګ نوموړي ته یې په سپارل شویو چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه او له اړوندو ادارو څخه یې وغوښتل چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره هر اړخیزه همکاري وکړي.
د مالیې وزارت مالي معین د تقاعد لوی ریاست لپاره د هر اړخیزو اصلاحاتو د پلي کیدو په موخه د یاد وزارت له پلان څخه خبر ورکړ او ویې ویل: "په دې ریاست کې د اصلاحاتو پلي کیدل د مالیې وزارت د رهبرۍ په لومړیتوبونو کې ده، په دې اړه موږ د کورنیو او بهرنیو بنسټونو سره له نږدې کار کوو."
ښاغلي دراني د حکومت او مالیې وزارت د رهبرۍ له باور څخه مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې د چارو په ښه تر سره کولو لپاره به په خپل ټول توان کوښښ وکړي. نوموړی د ماستړۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي او په دولتي ادارو کې زیاته کاري تجربه هم لري.
د یادونې وړ ده چې د تقاعد خزینې لوی ریاست د ولسمشرۍ عالي مقام د حکم په اساس د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه مالیې وزارت ته انتقال شو.
