د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د تادیاتي سیسټمونو د نښلولو هوکړه لیک لاسلیک سو!

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۳۰ - ۱۴:۳۴
........

د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ د تادیاتي سیسټمونو د نښلولو هوکړه لیک لاسلیک سو

د مالیې وزارت او د افغانستان بانک ترمنځ په شفاف ډول د ملي عوایدو راټولولو او د امارتي لګښتونو او معاشونو پروسې د برېښنایي کولو بهیر د لا چټکتیا په موخه د تادیاتي سیسټمونو د نښلولو هوکړه لیک لاسلیک سو.
د دې هوکړې له مخې  به، د مالیې وزارت اړوند (ASYCUDA، SIGTAS  او  AFMIS)  سیسټمونه، د افغانستان بانک بین‌البانکي تادیاتي سیسټمونو (ACSS) او د افغانستان د تادیاتو سیسټم (APS) سره ونښلول سي.
په همدې تړاو د افغانستان بانک کي رسنیزه غونډه جوړه سوې وه، چي پکښې د مالیې وزارت مالي معین حاجي عبدالقدیر احمد، د افغانستان بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد، د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس مولوي حافظ شاه حسین حسیني او د یادو ادارو یو شمیېر مسؤلینو او رسنیو ګډون کړی وو.
د مالیې وزارت د عوایدو لوي رئیس وویل، چي له دې هوکړه لیک څخه وړاندي وزارتونو او امارتي ادارو ځیني عواید په فزیکي ډول راټولول، چي په فزیکي ډول د عوایدو راټولوني یو شمېر ستونزي رامنځته کړي وې، خو له دې وروسته به د یادي هوکړي پر بنسټ، په ټولیزه توګه ملي عواید په بشپړي روڼتیا سره په برېښنايي ډول پر ټاکلي وخت سره را ټولېږي او د مالیې وزارت واحد حساب ته به انتقالېږي.
ښاغلي حسیني زیاته کړه، چي نږدې راتلونکي کي به د افغانستان د مالي مدیریت معلوماتي سیسټم (افمس)، چي په عصري بڼه جوړ سوی، د افغانستان بانک د تادیاتو له سیسټم سره ونښلول سي؛ څو د معاشاتو او لګښتونو تادیه کول هم په برېښنايي بڼه د چک او د چاپ پرته ترسره سي.
د افغانستان بانک لومړي مرستیال وویل، چي د یادو سیسټمونو له وصل سره به امارتي عواید په شفاف ډول راټولېږي، امارتي لګښتونه به د الکترونیکي تادیاتو له لاري تنظیم سي، د امارتي کارکوونکو معاشونه به پر وخت او په اسانه توګه تادیه سي، د سوداګرو له پاره به د ګمرکاتو او بانکي سیسټمونو اړیني اسانتیاوي لا زیاتي سي.
د یادولو ده، چي د الکترونیکي تادیاتو سیسټم پلي کول به د اجراآتو چټکتیا او د مالي خدماتو په پراختیا کي مرسته وکړي. او دا چاره به په ټوله کي د مالي روڼتیا، حساب ورکوني او د معیاري مالي سیستمونو د پیاوړتیا سبب وګرځي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۵
Background image

تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي قاچاقي توکي نیول سوي دي!


د غبرګولي۱۳مه۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، کندهار او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د نیمروز په ګمرک کي د اورلګېدني مخه ونیول سوه!


د غبرګولي۱۲مه۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې د نیمروز ګمرک ځیرکو کارکوونکو له خوا یوه عراده کانټینري بار وړونکي موټر ته، چي د برېښنا د شارټۍ له امله ئې. . .

BACK TO NEWS