د بیهقي سوداګریز مارکېټ د پروژې تړون لاسلیک سو!

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۵۰
............


د غویي ۳۰مه ۱۴۰۴هـ.ل

د بیهقي سوداګریز مارکېټ د پروژې تړونلیک د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د اطلاعاتو او کلتور وزیر مولوي خیرالله خیرخواه، د چارو ادارې لوی رئیس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور او د فقیر محمد رحماني ودانیز شرکت استازي په ګډون د چارو ادارې د غونډو په تالار کي لاسلیک سو.
دغه مارکېټ، چي د کابل ښار لومړۍ ناحیې اړوند منډیي سیمه کي موقعیت لري د مالیې او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو ګډ جایداد دئ او ټول مساحت ئې (۸۰۲)مترمربع دئ، چي (۳۶۰)مترمربع مساحت ئې د مالیې وزارت اړوند او (۴۴۲)مترمربع ئې د اطلاعاتو او کلتور وزارت پوري تړاو لري.
د تړون له مخي یاد جایداد به د فقیر محمد رحماني ودانیز او سړک جوړوني شرکت له لوري د (۱) کال په موده په (۲)پوړونو کي د (۳۰)میلیونه افغانیو په پانګوني سره جوړېږي، چي (۶۰)سلنه ګټه به ئې امارت او د (۸) کلونو له پاره به (۴۰) سلنه ګټه شرکت ته ورکول کېږي.

 

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

د کندوز ولایت د ګمرک او د بلخ مستوفیت کارکوونکو ته روزنیز پروګرامونه پیل سول!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له تدریسي پلان سره سم د بلخ ولایت د مستوفیت د مالیاتي او غیر مالیاتي عوایدو (۶۳) تنو کارکوونکو له پاره (۲۳) ورځنی. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۱:۷
Background image

د عوایدو لوی رئیس د غزني له مستوفیت څخه لیدنه وکړه!

د لړم ۱۷مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د عوایدو لوی رئیس الحاج مولوي سفر محمد سحر، د غزني مستوفیت د چارو د ارزوني په موخه له یاد مستوفیت څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کي د عوایدو لوی رئیس د. . .

BACK TO NEWS