د سیمه ایز اقتصاد د همکاریو اتصال او پراختیا عالي شورای تخنیکي ناسته وشوه

admin_mof
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۸ - ۱۲:۳۳
خبر

د مالیې وزارت سرپرست او د زېربنا په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي پروفیسور محمد همایون قیومي، په مشرۍ د ټرانسپورټ، صنعت او سوداګرۍ، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو د مسؤلینو په ګډون د سیمه ایز اقتصاد د همکاریو اتصال او پراختیا عالي شورای تخنیکي ناسته د مالیې وزارت په خیبر هال کې وشوه.

په دې ناسته کې په سیمه ایز اتصال، د ترانسپورتي زېربناوو په پراختیا، په ترانزیټي او سوداګریزو اسانتیاوو، د لاجوردو لارې او چابهار بندر په ستونزو او خنډونو، د منځنۍ اسیا له هیوادونو سره د درې اړخیزه ټرانزیټ په هوکړه لیک، له پاکستان سره د ټرانزیټي ستونزو په پېژندو او د تیر له کنوانسیون څخه په ګټه اخیستنه د حل لارو په وړاندي کولو، د نوري فایبر په سیمه ایزه نښلونه، د نوري فایبر د پراختیا په پلانونو او د خبرو او انټرنیټ قیمتونو په کمولو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.

د شورای ناستې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته دنده وسپارله، څو له ملي سوداګرو سره ناسته وکړي او په اوږدو کې یې له بېلابېلو هیوادونو سره د سوداګرۍ پراختیا امکانات وڅېړي او راتلونکې ناستې ته یې پایلې وړاندي کړي. همدا راز د ټرانسپورټ وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې له ټرانسپورټي شرکتونو سره د ورکشاپونو له لارې د ټرانزیټي محمولو لېږدولو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.

خبر

د یادونې وړ ده، چې د سیمه ایز اقتصاد د همکاریو اتصال او پراختیا عالي شورای غړي د بهرنیو چارو، ټولګټو، اقتصاد، ټرانسپورټ او هوایي چلند، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او مالیې وزیران او د ملکي هوایي چلند او اوسپنې کرښې ملي ادارې مسؤلین دي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

‏ د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دوهمه ناسته وکړه!

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي پر بنسټ او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي! دي

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په. . .

BACK TO NEWS