د بیمې اوتکافل په چارو کې لوی ریاست پیژ‎ندنه

د بیمې اوتکافل په چارو کې لوی ریاست پیژ‎ندنه

په ۱۳۸۴ کال کې د بیمې د چارو د نظارت او د پالیسیو د طرحې تنظیمولو په موخه  د بیمې او تکافل چارو لوی ریاست د وزارت مالیې په چوکات کې د یو تخصصي او مسلکي ادارې په صفت کار پیل کړ. په ۱۵/۶/۱۳۹۶ نیټه  او اقتصاد کې د بیمې ارزښت ته په کتو سره  د افغانستان د جمهور رئیس د ۱۴ شمیرې حکم په بنسټ  یاده اداره په لوی ریاست بدل شو. په هیواد کې د بیمې اړوند رسمي کړنې په ۱۳۴۳ کال کې د بیمه ملی افغان سهامي شرکت د تاسیس سره پیل شو. د بیمې سکتور لومړنۍ خصوصي شرکت ، د بیمي ملي افغان په نوم وکولای شو په ۱۳۸۶ کال کې خپل رسمي فعالیت پیل کړي.

نظرونه

 د دولتي، خصوصي او مختلطو بیمو فعالیتونو سره د یو با ثباته، پرمختللی او مالي ځان بسیا افغانستان رامنځته کول، چې د بیمې او تکافل چارو لوی ریاست لخوا په ورته ډول ملاتړ کیږي.

ماموریتونه

د بیمې او تکافل په چارو کې لوی ریاست د مالي او اقتصادي امنیت په رامنځته کول، د اتباعو ټولنیز مصئوونیت، ښه کیفیت او مناسب خدمتونه وړاندې کول، د بیمې ارزښت او خدمتونو څخه عامه پوهاوي، بهرني او کورني پانګه اچونی جذب کول، او د بیمې په چارو کې لاسترسې ته آسانه سیستم جوړول چې وکولای شي د هیواد وال اقتصادي او ټولنیز اړتیاوو ته ځواب ووايي، متعهد دی.

هدفونه

  • په هیواد کې لوی، منځوی او کوچنی پانګوال څخه ملاتړ
  • بیمه مارکیت کې د مالی ثبات تضمین او د یاد مارکیت د فعالیتونو دوام
  • د شفافیت تضمین، موثریت، حساب ورکول او فعالیتونو برخه کې نتایج او همدارنګه هیوادوالو ته خدمتونه وړاندې کول
  • په اقتصاد کې د بیمې سکتور د رول لوړول، د غربت کمول، ملي عواید، عامه ټولنیزو خدمتونو کې د لګښتونو کمول، بنسټیزې پروژې ، ټولنیز او مالي زیان منونکی کمول.

د بیمې او تکافل چارو کې لوی ریاست اساسي دندې

د بیمې صنعت پرمختګ او ودی

د بیمې او تکافل چارو لوی ریاست ، د پانګه اچونې حقوقی چاپیریال برابرولو له لاری  او د یو بیمې بازار جوړول چې د اتباعو ضروریاتو ځواب ووایې، په اقتصادي پراختیا کې د بیمې رول ته په کتو سره د خصوصي کورني او بهرني پانګه اچونې جذب کول، ناخالص داخلي توليد، د ریان منونکی او غربت کمولو سره بیمې صنعت ته وده ورکوي.

د بیمې په چارو کې فعالیتونه  او د مارکیت تنظیم

د بیمې او تکافل چارو لوی ریاست ، د قوانینو د طرحی او تصویب،  د مقرراتو اجرا او نشرول، لارښودونه، کړنلارې او هدایاتو له لارې د بیمې فعالیتونه او مارکیت تنظیموي.

د بیمې د کړنو خڅه نظارت

د پیرودونکو حقوق او  ګټې  ساتلو په موخه او د په مارکیت کښې د مالی ثبات تضمین ( د فعالیت جواز صادرول، په کور او بهر کې د ساحې نظارت، بررسی، د مالي وړتیا محاسبه، د سرغړونې کنترول او د وړاندیرونو له لارې د بیمې او تکافل چارو لوی ریاست د بیمې سکتور اړوند فعالیتونه نظارت کوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .