تول خبرونه
د امارتي شرکتونو د چارو د لا ښه والي او پرمختګ په موخه خپلواکه اداره رامنځته کېږي!
د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه درانه مقام ته د امارتي شرکتونو د وضعیت ارزوني کمېټې د هر اړخیز راپور له شریکولو وروسته؛ عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د امارتي شرکتونو د چارو د لا. . .
د نیمروز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زياته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي
روانه اوونۍ د نیمروز او هلمند ولایتونو د ګرځنده څارني زړورو کارکوونکو په بېلابېلو سیمو کي هیواد ته د مختلفو قاچاقي توکو له واردولو مخنیوی کړی.
په نیول سوو توکو کي (۶۶.۸) ټنه پاکستانۍ. . .
مرکزي سېلو د خپلو فعالیتونو او تولیداتو د لا پراختیا په موخه له یو شمېر ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي!
د مالیې وزارت اړوند د کابل مرکزي سېلو دولتي شرکت د خپلو فعالیتونو او تولیداتو د لا پراختیا په موخه له یو شمېر دولتي او خصوصي ادارو سره قراردادونه لاسلیک کړي دي.
د کابل مرکزي سېلو دولتي. . .
د عوایدو لوی ریاست رهبري د ولایتي مستوفیتونو د ارزوني بهیر پیل کړ!
د عوایدو لوی رئیس الحاج شېر محمد مشفق د عوایدو لوی ریاست حمایوي مرستیال حافظ شاه حسین حسیني د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ رئیس مولوي نداء محمد صدیقي او ورسره مل پلاوي د مستوفیتونو. . .
د ننګرهار ګمرک اړوند د کابل کمپ په ګمرک کي د (۵۱،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت ودانیزي پروژې پیل سوې!
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر ادریس، چي د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید او د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس محمد موسی عمر ئې ملتیا کوله. . .
د هوټلونو دولتي شرکت کړني او لاسته راوړني!
د مالیې وزارت اړوند د هوټلونو دولتي شرکت، چي د معیاري هوټلدارۍ د خدمتونو وړاندي کولو، د کورنیو او بهرنیو میلمنو لپاره د مناسب تفریحي او سیاحتي فضا د رامنځته کولو له لاري د کار پيدا کولو. . .
د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني کمېټې پلاوي د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت څخه لیدنه وکړه!
د مولوي احمد جان «بلال» په مشرۍ د دولتي شرکتونو د وضعیت ارزوني ګډي کمېټې غړو د هلمند بُست د پنبې او نباتي غوړیو دولتي شرکت د فعالیتونو، پرمختګونو، ماشینرۍ او کارکوونکو د وضعیت لیدني په. . .
د صکوکو او ضرابخانې مطبوعې دولتي شرکت او د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه وسوه!
د مالیې وزارت اړوند د صکوکو او ضرابخانې مطبوعې دولتي شرکت او د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت ترمنځ د افغانستان د نفتو او ګازو دولتي شرکت د اړتیا وړ تعرفې د کتابچو او بارنامو د چاپ. . .
د کورنۍ پلټني پلاوي یو شمېر ولایتونو ته سفر وکړ !
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټني لوی ریاست اړوند د عوایدو او ګمرکونو پلټني د رئيس مولوي فضل الرحمن فضلي په مشرۍ یوه پلاوي، چي د دې ریاست د بودیجې او خزاینو د پلټني ریاست رئیس مولوي سید. . .
Pagination
وروستی خبرتیاوينور دلته
د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!
د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .