په افغانستان کي د بېکارۍ علتونه، آغېزې او حل لاري!
استاد عبدالجبار وحدت
بېکاري هغه حالت ته وایي، چي یو څوک د کار وړتیا او تقاضا ولري، مګر د اوونۍ په ډيرو ورځو کي بې کاره پاته سي، له ظرفیته ئې استفاده و نه سي، یا د ژوندانه د تېرولو لپاره د دندي نه شتون هم بېکاري بللی سو. کلاسیکان معمولاً په دې برخه کي په بازار کي د مجموعي عرضي(AS) او په مجموعي تقاضا (AD) تکیه لري، (کینز) په دې برخه کي د دولت مداخله د مالي او پولي سیاستونو په بڼه اړینه بولي. د بېکارۍ ډېر زیات ډولونه موجود دي، چي د نمونې په ډول، پټه، ښکاره، اصطکاکي، جوړښتي، موسمي او داسي نور ډولونه یادولای سو. معمولاً د دریمي نړۍ وګړي له بېکارۍ ډېر سر ټکوي او دا هیوادونه له دې ستر چلینج سره د پرمختللو هيوادونو په نسبت څو برابره لاس او ګرېوان دي، همدا بېکاري د غربت سبب کېږي، همدغه وجه ده، چي دلته د ژوند سطحه هم خورا ټیټه ده او حتی وګړي ئې لومړنیو اړتیاوو ته هم سم لاسرسی نه لري.
افغانستان سره له دې، چي د یو داسي هيوادونو له جملې څخه دئ، پرېمانه طبيعي زېرمي او اوبه لري او د جیو اکانومیک، جیو پولوتیک او ستراتیژیک موقعیت څخه برخمن دئ، چې د وګړو په تناسب ئې دا هر څه کافي دي، هو چي استخراج او زراعت ئې په فني، تخصصي او مسلکي بڼه و اوسي، همدا رنګه افغانستان ډېر پخوا د لاسي صنایعو په برخه کي تاریخي مخینه درلوده، چي دا برخه هم ځانګړي پاملرني او پیاوړتیا ته ضرورت لري. موږ د هيواد په داخل کي په بېلا بېلو دورو کي بېلا بېل نظامونه ازماییلي لکه، د مختلط اقتصاد سیسټم، چي فیوډالي سیسټم هم ورسره میکس وو په شاهي زمانه کي او د بازار اقتصاد په (2002) کال کي په داسي بڼه تطبیق سو، چي د آزاد بازار بڼه ئې خپله کړه. بېکاري، چي پایله ئې فقر دئ او خوږ پیغمبر رسول الله (ص) هم دعا کړې او پناه ئې ترې غوښتې ده، همدغه وجه ده، چي د اسلام په اقتصادي نظام کي لومړیتوب بې روزګارو ته د کار موندل دي، د دې خبري مفهوم دا دئ، چي اسلامي نظام کارموندني ته په ځانګړي اهمیت قایل دئ.
د بې روزګارۍ نرخ مالومولو لپاره لاندي فورمول کار وو:
د بې روزګارۍ نرخ= د بې روزګارو تعداد/ د کار قوه100*
په افغانستان کي د بېکارۍ علتونه
دلته لنډ په هغو مسائیلو بحث کوو، چي بېکاري ئې رامنځته کړې ده او ګڼ شمېر ځوانان ئې پر کور باندې کښېنولي دي، چي عبارت دي له:
1. پراخ نړیوال اقتصادي بندیزونه،ځکه هم ئې په داخل کي د کارموندني فرصتونه کم کړي، هم ئې د بهرنيو پانګوالو مخه نيولې او هم ئې په قانوني ډول د کاري قوې د صدور مخه نيولي ده.
2. نا امني او په لسیزو لسیزو جګړې
3. آن له پخوا د پیاوړو اقتصادي ستراتیژيو نه موجودیت
4. د عصري ټکنالوژۍ نه شتون
5. دریو مهمو اقتصادي شریانونو کي ( صنعت، زراعت، او په خدماتي برخو کي پانګوني) کمېدل
6. د بېلا بېلو نړیوالو نادرستو اقتصادي نظامونو( پانګوال، مختلط، سوسیالیزم ) تطبیق
7. د اساسي اقتصادي خطونو نه موجودیت
8. بد رواني وضعیت، دا هغه څه دي چي پانګونه کموي او د اقتصادي وضعیت اړوند خوشبیني له منځه وړي.
9. د افغاني اقتصادي موډل نه موجودیت هغه موډل چي (PESTEL) ته په کتو د تطبیق وړ وي.
10. د بېلا بېلو هېوادونو د غیر مؤثرو اقتصادي موډلونو تطبیق
11. د رسمي اقتصاد پر ځای د سیوري لرونکي اقتصاد شتون
12. رواني ډول تشویشونه او نا انډولي
13. د عوایدو غیر عادلانه وېش
د بېکارۍ آغېزې
بېکاري له ځان سره نهایت زیاتي آغېزې لرلی سي، چي د ځینو هغو یادونه به دلته په لنډو ټکو کي وکړو:
1. فردي آغېزې: وزګارتیا په لوړه کچه فردي اثرات لري، دوی د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره مالي توان نه لري او حتماً به پوروړی کېږي.
2. ټولنیزي او سیاسي آغېزې: زیاتره اروپايي هيوادونو کي (۱۹۷۹) کال څېړني دا په ګوته کړي، چي د وزګارو خلکو په هر (۱۰٪) زیاتوالي سره د مجموعي ټولنیزو ستونزو په برخه کي (۲۱٪) سلنه زیاتوالی، د زړه په ناروغیو کي (۳٪) زیاتوالی، په ځان وژنو کي (۱.۷٪) زیاتوالی او د غلا په جرایمو کي (۴.۸٪) زیاتوالی راځي
3. د (اوکن) قانون له مخي، هر کله چي وزګارتیا یو فیصد کمه سي (GDP) کي (۳٪) زیاتوالی راځي او هرکله چي وزګارتیا یو فیصد زیاته سي؛ نو GDP کي (۲٪) کموالی راځي.
4. غربت رامنځته کوي.
5. بې ارزښتي رامنځته کوي.
6. افراد یاد کړي مهارتونه له لاسه ورکوي.
7. د مادي امکاناتو او سهولتونو څخه محرومیت رامنځته کوي.
8. رواني ستونزي رامنځته کوي.
9. کورنۍ او ټولنیزي ستونزي او شخړي راولاړوي.
10. د کورنیو د بېلتون باعث ګرځي
11. اشخاص د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بېلابېلو جرمونو ته مخه کوي.
12. اعتیاد رامنځته کېږي.
13. هیواد او شخص وروسته پاتي کېږي.
14. او دې ورته لسګونه نور اثرات لرلی سي.
حل لاري ئې:
1. اسلامي امارت نظام ته بویه، چي په دې برخه کي د بېلا بېلو اقتصادي سیاستونو څخه په ځانګړي ډول د استخدام له مختلفو سیاستونو څخه ګټه پورته کړي.
2. هيواد ته د بهرنۍ پانګوني جذب.
3. د مؤثرو اقتصادي سیاستونو تطبیق.
4. د معادنونو مؤثر استخراج.
5. د اوبو مدیریت .
6. د زراعت له وزارت سره په شریک تفاهم د هيواد شاړي ځمکي هيوادوالو ته په اجاره ورکول.
7. د کار جوازونو په برخه کي د اسانتیاوو رامنځته کول.
8. د مالي ، پولي، او استخدام سیاستونو تطبیق.
9. مرکزي بانک باید په دې برخه کي فوق العاده رول ولوبوي.
10. د عوضي اجناسو په وارداتو لوړه ګمرکي تعرفه وضع کول ، تر څو داخل کي تولید ته زمینه سازي وسي.
11. سبسایډي او تولیدي فابریکو ته مالیاتي معافیتونه.
12. د وارداتوعوضي سیاست تطبیق
13. واړه تشبثات رامنځته کول.
14. د انټي ډامپینګ سیاست تطبیق.
15. د داخلي تولید څخه د حمایوي سیاست تطبیق.
16. د کار په بازار کي د کار عرضې رامنځته کول.
17. د کاري بازار دفعال سیاست تطبیق.
18. د حقیقي دستمزد لوړول او په اسمي دستمزدونو کي کموالی راوستل، تر څو ډېر ځوانان استخدام سي.
19. اقتصادي ثبات رامنځته کول.
20. له هيواده بهر کارګرانوته دکار سهولتونه برابرول.
21. د کار قانون اصلاح کول او د کارمندانو لپاره مناسب شرایط ټاکل او د یاد قانون څخه د پېچلتیا لیري کول.
22. په مسلکي او فني برخه کي لا ډېره پانګونه کول.
23. د عوایدو عادلانه وېش هم نسبي ستونزه حلولی سي.
اعلامیه هاهمه اعلامیه ها
اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی
بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .
اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست
شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق