د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې
د وږې۲۹مه۱۴۰۵هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د تخار ولایت په آی خانم ګمرک کې د شاوخوا (۴،۸) میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې برېښنا سیسټم د نصب چارې پیل شوې.
تر دې وړاندې په یاد ګمرک کې د برېښنا د اړتیاوو د پوره کولو لپاره له جنراتور څخه ګټه اخیستل کېده، چې په اوسط ډول یې هره میاشت شاوخوا (۴۳۰) زره افغانۍ د تېلو لګښت درلود. د دغه لمریز سیسټم په فعالېدو سره به یادې پیسې وسپمول شي.
په دې پروژه کې د (۱۴۴) لمریزو تختو د لګولو پلان شوی، چې د هر ساعت په جریان کې به د شاوخوا (۶۰) کیلو واټه برېښنا د تولید ظرفیت ولري.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیايي میزانیې (بودیجې) څخه ورکول کېږي او د پروژې چارې به د یوه افغاني شرکت له لوري د درېیو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
