د مالیې وزارت سرپرست د عربي متحده اماراتو د بحري لېږد رالېږد شرکت (DP World) له عمومي رئیس سره ولیدل
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، د عربي متحده اماراتو د بحري د لېږد رالېږد شرکت له عمومي رئیس سره د ویډیو کنفرانس له لارې لیدنه او خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې چې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفیر او د جمهوري ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس، هم حضور درلود، دواړو لوریو د افغانستان د وچو بندرونو د تنظیم او نوي کېدو په تړاو د یاد شرکت له لوري په لومړنیو ارزونو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د وچو بندرونو نوي کولو پروګرام د ارزونې له پړاو څخه د بندرونو د نوي کولو او بیا رغولو په موخه د ترتیب او عملي پلان تنظیم پړاو ته داخل شي.
د مالیې وزارت ژمن دی، څو په عایداتي سیستم کې د ښه نظم او مؤثرې روڼتیا او د دې وزارت په مختلفو برخو کې د کاري اسانتیاوو لپاره عملي پروګرامونه پلي کړي.