د مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو د ونډوالو تر منځ دوهمه ناسته ترسره سوه!

admin_mof
Sun, Feb 11 2024 4:20 PM
..................

 

د مالي ثبات کمېټې او د مجوزو بانکونو د ونډوالو تر منځ په دوهمه ناسته کي، د هیواد په بانکي سکټور کي د شته ستونزو په له منځه وړلو خبري وسوې.
په دغه ناسته کي، چي د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند، د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند، د افغانستان بانک لوی رئیس، الحاج ملا هدایت الله بدري او د اړوندو ادارو یو شمېر مسؤلینو ګډون کړی وو؛ په هیواد کي د بانکي سکټور د ستونزو د له منځه وړلو او له دغه سکټور څخه د هر اړخیز ملاتړ په اړه خبري وسوې.
د مالیې وزیر، د بانکونو ټولو ونډوالو ته ډاډ ورکړ، چي د دوی د ستونزو د حل په موخه به پوره هلي ځلي کوي او له دوی څخه ئې وغوښتل، چي هیواد ته راستانه سي او د خپلو بانکونو او هیواد په ابادۍ او پرمختګ کي عملي برخه واخلي.
په دغه غونډه کي د بانکونو د ونډوالو ستونزي، غوښتني او وړاندیزونه واورېدل سول، د مسؤلینو له لوري ورسره اړیني سپارښتني شریکي سوې او د ستونزو د حل پوره ډاډ ورکول سو

Latest news

Sat, Oct 11 2025 3:17 PM
Background image

Mufti Saeed-led Delegation Emphasizes Revenue Target, Assessing Transparency as Visits Kandahar

The Deputy Minister of Revenues and Customs of MoF, Alhaj Mufti Abdul Matin Saeed, and the Director General of Revenues, Alhaj Maulawi Safar Mohammad Sahar, visited Kandahar province.. . .

Thu, Sep 25 2025 9:18 AM
Background image

Afghanistan’s Exports Soar by 13.5%, Transits Post 24.5% Rise - YoY Evaluation

 

Due to the facilities provided by MoF at Afghanistan's customs, there has been a significant increase in the level of exports and foreign transit from the country's customs in the. . .

BACK TO NEWS