د مالیې وزارت مالي مرستیال ته د مډال او یو شمېر کارکوونکو ته د ستاینلیک ډالۍ

admin_mof
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۹
خبر

د مالیې وزارت په وړاندیز او د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام په منظورۍ، د مرغومې میاشتې په ۱۳ مه نېټه د مالیې وزارت بهرنیو اړیکو رئیس ښاغلي صبغت الله احساس، له خوا د جلالتماب ولسمشر د حکم په لوستلو د دې وزارت مالي مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدراڼ، ته د مالي سیستمونو د پراختیا او ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجې د طرحې ترتیبولو کې د زیاتو هڅو له کبله د غازي میر مسجدي خان مډال ډالۍ شو.

همدا شان د ولسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام د حکم پر بنسټ، د بودیجې عمومي رئیس ښاغلي سید نصیر احمد ته افتخاري او د بودیجې د اجراء رئیس ښاغلي رامین اکبرزي ته لومړۍ درجه ستاینلیک، د څارنې او همغږۍ رئیس ښاغلي شمس الله شمس ته لومړۍ درجه ستاینلیک او د بودیجې عمومي ریاست یو شمېر کارکوونکو ته چې په اړوندو چارو کې یې خپله وړتیا ښوودلې وه، د مالیې وزیر ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال، له لوري ستاینلیکونه ورکړل شول.

د مالیې وزیر، مالي مرستیال او کارکوونکو ته چې په ستاینلیکونو ویاړل شوي وو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د مالیې وزارت د کرونا ویروس خپرېدو له کبله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوال وو، چې له نېکمرغه د مالیې وزارت کارکوونکو په خپلو هلو ځلو وکولی شول د هیواد مالي سرچینې په ښه توګه مدیریت کړي او د ۱۴۰۰ مالي کال ملي بودیجه د لومړیتوبونو او اړتیا وو په پام کې نیولو سره ترتیب او په دې برخه کې خپلې وړتیاوې په ډاګه کړي. وړ کارکوونکو ته د ستاینلیک ورکول، د ادارې موخو ته د رسېدو په لاره کې د دوی د ښې ژمنې او زیاتو هڅو سبب ګرځي.

خبر

مالي مرستیال، د مالیې وزارت او د لسمشرۍ ماڼۍ عالي مقام له مشرتابه، د حکومت د لوړو موخو پلي کولو په پار مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ۱۴۰۰کال ملي بودیجه کې به د مالي چارو او عامه لګښتونو ښه مدیریت او اړوندو برخو کې د اصلاحاتو پلي کولو لپاره زیاتې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۰:۰
Background image

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال د افغانستان لپاره د انګلستان سفارت د همکاریو برخې له مسئول او د امریکا سفارت له چارواکو سره په جلا ډول وکتل

د مالیې وزارت د پالیسۍ مرستیال ښاغلي نذیر کبیري نن د کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه د افغانستان لپاره د انګلستان سفارت

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۹:۵۲
Background image

د مالیې وزارت سرپرست د عامې روغتیا وزارت له سرپرست سره ولیدل

د مالیې وزارت سرپرست ښاغلي محمد خالد پاینده، د کب میاشتې په ۱۰ مه نېټه د عامې روغتیا وزارت له سرپرست ښاغلي وحیدالله مجروح،

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۹:۴۳
Background image

په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک د پروژو لومړی ربعې درې اړخيزې کتنې پیلیدونکې غونډه وشوه

په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک د پروژو د لومری ربعې درې اړخيزې کتنې پیلیدونکې غونډه نن د کب میاشتې په ۱۱ مه نېټه د مالیې

BACK TO NEWS