د مالیې وزارت په کاري حوزه کي د فساد او بروکراسۍ د مخنیوي په موخه د خلکو شکایتونه له نږدې اورېدل کيږي

admin_mof
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۱۱ - ۱۴:۵۷
خبر

د مالیې وزارت د دفتر لوی  ریاست مشرتابه ستونزو ته د رسېدو، شکایتونو او وړاندیزونو اورېدو او اصلاحي پروګرامونو پلي کولو په موخه په اونۍ کي دوې ورځي ( یکشنبه او چهارشنبه) له خلکو سره په مستقيم ډول لیدنه کوي او هغه ستونزي او ننګوني چي د هېواد ملي سوداګر، خصوصي سکټور، متشبثین او عام وګړي ورسره مخ دي، د قانون په رڼا او د وظیفوي صلاحیتونو په چوکاټ کي حل لاري ورته ومومي. د دې پروګرام ځانګړې موخه د مالیې وزارت په کاري حوزه کي د خلکو ستونزو ته رسېدنه او د بروکراسۍ مخنیوی دئ. د مالیې وزارت د دغه اغېزمن اقدام په رامنځته کولو سره به د هېواد ټول ذکر سوي قشرونه خپلي ستونزي، نیوکي او ګټور وړاندیزونه په حضوري بڼه د مالیې وزارت د دفتر له لوی رئیس سره په ټاکل سویو ورځو کي شریکوي، ترڅو د حللارو، غوره چارو او خدمت وړاندي کولو لپاره د مالیې وزارت سره همکار پاته سي او د خلکو او حکومت ترمنځ واټن له منځه ولاړ سي.

خبر

د یادونې وړده، چي په دغه پروګرام کي د نوملیکني او ګډون لپاره شکایت کوونکي تر ټاکلي نېټې یوه ورځ مخکي د دفتر عمومي ریاست د تشریفاتو څانګي ته تشریف راوړي او خپل شکایتونه او وړاندیزونه ثبتوي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۶:۴۳
Background image

د هرات ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۳مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس مولوي محمد عادل اکرام، چې د هرات مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، نن د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د فراه ولایت لپاره نوی مستوفي معرفي شو

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل
د عاليقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم پر اساس، حاجي نعمت الله مغیره، چې د فراه مستوفیت لپاره د نوي مستوفي په توګه ټاکل شوی وو، د عوایدو او ګمرکونو معین. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۱۵
Background image

د چارو د لا همغږۍ او پرمختګ په موخه د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته وشوه

د غویي ۲۲مه۱۴۰۵ هـ.ل

د مالیې وزارت د اداري معین مولوي دوست محمد مخلص په مشرۍ، په روان (۱۴۴۷) هـ ق کال کې د اداري معینیت د رهبرۍ څلورمه ناسته د اړوندو رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د. . .

BACK TO NEWS