مالیې وزارت د اطلاع رسونې په برخه کې د دولت په کچه غوره مقام تر لاسه کړ

admin_mof
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۸:۴۰
خبر

د دولتي ویب سایټونو د ارزونې سروې له مخې چې په دې وروستیو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له لوري تر سره شوې ده، مالیې وزارت د اطلاع رسونې په برخه کې د دولت په کچه غوره مقام تر لاسه کړ.

په هغه خبري کنفرانس کې چې نن د زمري میاشتې په ۱۶ مه نېټه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له لوري د حکومت د رسنیو په مرکز کې جوړ شوی وو، د دولتي ادارو له ویب سایټونو څخه د یاد کمېسیون د ارزونې راپور د رسنیو په شتون کې له اړوندو دولتي ادارو سره شریک شو.

په دې ارزونه کې ۵۲ دولتي ادارې شاملې وې، چې په دې اساس ادارې په دریو برخو؛ غوره ادارې د نمرو فیصدي یې تر ۹۰ سلنې، متوسطې ادارې چې د نمرو فیصدي یې تر ۷۰ او کمروزې ادارې چې د نمرو فیصدي یې تر ۵۰ وي ویشل شوې وې.

اطلاعاتو د لاسرسي کمېسیون د راپور موندنې له وړاندې خپاره شویو اطلاعاتو له مخې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پنځلسمې مادې سره سم ترتیب شوی چې له مخې یې ټولې دولتي ادارې باید د یادې مادې ټول بندونه او شاخصونه د اطلاعاتو په خپرولو کې په جدي توګه په پام کې ونیسي.

له دې وروسته به اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دولتي ادارو له ویب سایټونو څخه شپږ میاشتې وروسته ارزونه کوي چې په لومړۍ ارزونه کې یې مالیې، کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ، عامې روغتیا وزارتونه او د کابل ښاروالۍ هغه ادارې دي چې د دې ارزونې تول شاخصونه یې پوره کړي او د اطلاع رسونې په برخه کې د غوره ادارو په توګه پیژندل شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د مالیې وزارت رهبري د بیان ازادۍ اصل او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته ژمن دی او تل دا هڅه کوي چې اطلاعات او معلومات له بېلابیلو لارو په جامع، دقیق او معتبر ډول له خلکو او رسنیو سره شریک کړي.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۳۸
Background image

د مالیې وزیر د عزیزي ګروپ له استازو سره وکتل

د کب ۲۶مه ۱۴۰۴ه۔ل

د مالیې وزیر الحاج ملا محمد ناصر اخوند د دغه وزارت په مقام کي د عزیزي ګروپ له استازو سره وليدل. 
د دې لیدني په ترڅ کي د دواړو لوریو ترمنځ د غوره همغږۍ په موخه د عزیزي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۰:۵۰
Background image

په ۱۴۰۴ کال کي د هیواد ګمرکي چارو (۱۲) سلنه پرمختګ کړی دئ

د کب۲۶مه ۱۴۰۴هـ.ل 
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مولوي محمد حامد احمد په مشرۍ د روان (۱۴۰۴) هـ.ل کال کي په ګمرکونو کي د ترسره سويو چارو د تخنیکي ارزوني ناسته پر لیکه او حضوري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۹
Background image

د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د دې وزارت له کارکونکو څخه دیني او عقیدوي ازموینه ترسره سوه

د کب۲۰ مه، ۱۴۰۴ هـ.ل
د مالیې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست، د امر بالمعرف، نهی عن المنکر او د شکایتونو آوریدلو د مقام د حکم پر بنسټ، د دې وزارت له کارکونکو څخه د کارکونکو د دینی زدکړو د. . .

BACK TO NEWS