د مالیې وزارت ویاند: د ۱۳۹۸ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ملي عواید له ټاکل شوي هدف زیات راټول شوي دي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۴/۱۹ - ۸:۴۷
کنفرانس مطبوعاتی

د ۱۳۹۸ مالي کال د لومړیو شپږو میاشتو د مالیې وزارت فعالیتونه او لاسته راوړنې د خبري کنفرانس له لارې د چنګاښ میاشتې په ۱۸ مه نېټه د مالیې وزارت ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس ښاغلي شمروزخان مسجدي د حکومت د رسنیو په مرکز کې له رسنیو سره شریکې کړې او د مالیې وزارت په ځانګړو دندو کې د نورو ادارو له مداخلو څخه د مخنیوي په اړه وضاحت ورکړ.

د مالیې وزارت ویاند او د اړیکو او عامه پوهاوي رئیس د ملي عوایدو د راټولو په اړه وویل: د روان مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې زموږ راپورونه ښیې چې نه یواځې دا چې د ملي عوایدو راټولیدل زموږ له پلانونو سره مطابقت لري بلکه له پلان څخه زیات راټول شوي دي، که د ملي عوایدو راټولول په همدې ډول روان وي د کال تر پایه موږ کولی شو له ټاکل شوي هدف څخه زیات ملي عواید را ټول کړو. د روان مالي کال لپاره په ملي بودیجه کې د عوایدو لپاره ۱۸۸ میلیارده افغانۍ هدف ټاکل شوی دی چې موږ تر اوسه وکولی شول ۱۰۲ میلیارده افغانۍ راټولې کړو چې د تېر کال په پرتله ۱۲ میلیارده افغانۍ (۱۴سلنه) زیاتوالی ښیې.

ښاغلي مسجدي وویل، چې په لومړیو شپږو میاشتو کې د حکومت په کچه د پراختیایي بودیجې لګښت ۴۱ سلنه دی چې د تېر کال په پرتله ۵ سلنه زیاتوالی ښیې. نوموړي زیاته کړه چې د مالیې وزارت له پلان سره سم د مالي کال تر پایه ټاکل شوی د حکومت په کچه د پراختیایې بودیجې لګښت ۹۵ سلنې ته ورسیږي.

ښاغلي مسجدي د ادارو د غیر قانوني مداخلو په تړاو د مالیې وزارت د مکتوب په اړه وویل: د یاد مکتوب له صادرولو څخه د مالیې وزارت موخه د دې وزارت په ځانګړو چارو په ځانګړې توګه په عوایدي سرچینو کې د نورو ادارو له مداخلې څخه مخنیوی دی چې د ګمرکونو قانون، پر عایداتو د مالیاتو قانون او د هیواد نورو تقنیني سندونو سره سم د مالیې وزارت له دندو او مسؤلیتونو څخه شمیرل کیږي. په نورو برخو کې چې له عوایدي سرچینو څخه کنټرول، نظارت، بررسۍ او همداشان له فساد سره مبارزه ده مالیې وزارت د هیواد نافذه قوانینو په رڼا کې ترې ملاتړ کوي او له اړوندو ادارو سره هر اړخیزه همکاري او همغږي کوي او کړې یې ده.

 نوموړي زیانه کړه، چې د مالیې وزارت د مکتوب محتوا د اطلاعاتو د ازادۍ جریان نه اغیزمن کوي. یواځې له نورو ادارو سره د مالیې وزارت د ځانکړو دندو د  روښانه کولو په موخه لیږل شوی دی. مالیې وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون جدي پلي کیدو ته ژمن دی او له ټولو متقاضیانو سره هر اړخیزه همکاري له خپلو قانوني دندو او لومړیتوبونو څخه شمیري.

دا راز ښاغلي مسجدي د کارکوونکو د ۱۵ ورځني معاش اجراآ کولو په اړه وویل:" مالیې وزارت د متحدالمال مکتوب له لارې ټولو دولتي ادارو ته خبر ورکړی، چې د خپلو مستحقو کارکوونکو د معاشونو راپور یاد وزارت ته وسپاري او هغه ادارې چې د تخصیص په برخه کې ستونزه لري، له خپلې تخصیص شوې بودېجې څخه دې اجرا کړي. مالیه وزارت به یې د کال په منځنۍ بررسۍ کې د ورکړل شوې وجوې له مخې ادارو ته ور ولېږي. دغه هوکړه د مالیې وزارت له لوري له ټولو ادارو سره تر سره شوې ده. "

نوموړي زیاته کړه، مالیې وزارت د لومړي ځل لپاره د ۲۲ ولایتونو د مستوفیتونو بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان کړ، چې بریالي کسان د ازموینې له تېرېدو وروسته دندو ته ورمعرفي شوي دي.

کنفرانس

 د کنفرانس په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.

وروستی خبرتیاوينور دلته

دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۵ - ۱۲:۲۰
Background image
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د مالياتي محاسبينو د اتمي دورې د ازمويني لپاره د نومليکني خبرتیا!


د عوایدو لوی ریاست اړوند د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست په پلان کي لري، چي د اتمي دورې د مالیاتي محاسبینو ازمویني لپاره له (08/11/1402 تر 08/12/1402) نېټې پوري نوم لیکنه ترسره کړي. له . . .

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۵۲
Background image

‏ د څار هیئت د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو دوهمه ناسته وکړه!

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴ هـ.ل

د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي کمېسیون د پرېکړي پر بنسټ او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) په منظورۍ د اقتصادي وزارتونو او ادارو پر کړنو د څار هیئت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۲:۱۲
Background image

په تېرو دوو اوونیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول سوي! دي

د لېندۍ ۱۳مه ۱۴۰۴هـ.ل

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکوونکو په تېرو دوو اوونیو کي د هرات، کندهار، نیمروز، فراه، کندوز او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سيمو کي په. . .

BACK TO NEWS