د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فلند هیواد له ځانګړي استازي سره خبرې وکړې
د مالیې وزارت نوماند وزیر او سرپرست ښاغلي عبدالهادي ارغندیوال نن د زمري میاشتې په ۴ مه نېټه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلی ډېبورا لیوینز او د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد له ځانګړي استازي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
په دې کتنه کې د لوړ پوړي پلاوي (SOM) ناستې جوړیدو په چمتو والي چې ټاکل شوی ده روانه اوونۍ په کابل کې جوړه شي هر اړخیزې خبرې وشوې.
په پیل کې د مالیې وزارت سرپرست د لوړ پوړي پلاوي ناستې جوړیدو ته د افغانستان حکومت د چمتو والي په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې یادې ناستې لپاره ټول لوجیستکي او تشریفاتي موارد چمتو شوي او اړوند سندونه د ناستې له ګډونوالو سره شریک شوي دي.
د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد ځانګړي استازي وویل چې د لوړ پوړي پلاوي په ناسته کې به د شاوخوا ۴۰ هیوادونو او بنسټونو استازي په حضوري او غیر او حضوري ډول ګډون وکړي او دوی ډیر لیواله دي چې د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ (ANPDF) او د جینوا کنفرانس دوه اړخیزو ژمنو په اړه خبرې وکړي او خپل نظرونه د افغانستان له حکومت سره شریک کړي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وویل چې زه به د ملګرو ملتونو په استازیتوب د لوړپوړي پلاوي په ناسته کې په حضوري ډول ګډون وکړم او زموږ لخوا هم یادې ناستې ته پوره چمتو والی نیول شوی دی او هیله یې وښوده چې یاده ناسته به په بریالیتوب سره تر سره شي.
د یادونې وړ ده چې ټاکل شوی ده د لوړ پوړي پلاوي (SOM) ناسته د ۴۰ هیوادونو او بنسټونو استازو په ګډون د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې شنبې په ورځو په کابل کې جوړه شي او د دې ناستې کوربتوب به د مالیې وزارت سرپرست، د ملکرو ملتونو ځانګړې استازې او د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس د جوړیدو په چارو کې د فنلند هیواد ځانګړی استازی په غاړه ولري او د ناستې اصلي وینا به د افغانستان جلالتماب ولسمشر ورکړي، یاده ناسته به د افغانستان په اړه د ۲۰۲۰ کال پراختیایې کنفرانس لپاره اساسي ګام وي
