د هیواد شپږو ګمرکونو ته د (۱،۵) میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت کرینونه وپېرل سول
د کب ۲۱مه ۱۴۰۴هـ.ل
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د هیواد په ګمرکونو کي د ګمرکي چارو د لا چټکتیا او سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو په موخه د څه باندي یو میلیون او (۴۵۲) زره امریکایي ډالرو په ارزښت (۸) عرادې کرینونه وپېرل.
د دغو کرینونو ماډل نوی او په (۲۰۲۵)ز کال کي تولید سوي دي، هره عراده د (۲۵) ټنه وزن وچتولو وړتیا لري.
دغه کرینونه به ( بلخ، ننګرهار، کندهار، نیمروز، هرات او فراه) ګمرکونو ته په واک کي ورکړل سي.
یاده پروژه د افغانستان اسلامي امارت او ازبکستان دولت ترمنځ (G2G) په ډول قرارداد سوې وه او لګښت ئې د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکړل سوی دئ.
د یادوني وړ ده، چي د ګمرکونو لوی ریاست ژمن دئ، چي د هیواد ګمرکونه په پرمختلليو او عصري تجهیزاتو سمبال کړي؛ څو له یوې خوا په هیواد کي سوداګري وده وکړي او بلخوا د سوداګرو سوداګریز توکي خوندي وي.
