‎د نړیوال بانک د وروستي راپور په تړاو د مالیې وزارت اعلامیه

admin_mof
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۸ - ۱۵:۵۵
خبر

د افغانستان اسلامي امارت، مالیې وزارت د نړیوال بانک په خپاره سوي راپور کي د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو له واقعیتونو سره سم د ټولو مثبتو څرګندونو هرکلی په داسي حال کي کوي، چي د مالیې وزارت اقتصادي لاسته راوړني تر دې هم زیاتي دي او په دې برخه کي د دوامداره مثبت تعامل غوښتنه کوي.
د نړیوال بانک په راپور کي ویل سوي، چي د ملي عوايدو او د صادراتو اندازه کي نسبت پخوا ته د پام وړ زیاتوالی راغلی، د ټولو دولتي کارکونکو معاشونه پر وخت ورکړل سوي، د خوراکي توکو او نفتي موادو بیې ټیټې سوي او د بهرنیو اسعارو پر وړاندي د افغانیو ارزښت ثابت پاتي سوی، چي په ټوله کي په ۲۰۲۲ میلادي کال کي د افغانستان اقتصادي وضعیت مثبت خوځښت کړی دئ.
دا چي د مالیې وزارت له لوري په اړوند ټولو مالي برخو کي بشپړ شفافیت رامنځته سوی، عواید په الکټرونکي او شفافه توګه راټولیږي، کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته لازمي اسانتیاوي رامنځته سوي او لا نوري اسانتیاوي په پام کي نیول سوي او نړیوال بانک هم د واقعیتونوسره سم د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو نړۍ ته یو روښانه انځور وړاندي کړی؛ نو له نړیوالۍ ټولني هم غوښتنه کوو، تر څو له افغانستان سره مثبت اقتصادي تعامل ته دوام ورکړي او په دې برخه کي د محدویدتونو لګولو پر ځای د اقتصادي ودي د فرصتونو برابرولو لپاره همکاري وکړي؛ څو د بې‌کارۍ کچه راکمه سي، اقتصاد لا ډیر پیاوړی سي او موږ وکولای سو په راتلونکي کي د خپلو امکاناتو د ښه مدیرت له کبله اقتصادي ځانبسیایني ته ورسیږو.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۵۰
Background image

جلسه به منظور ساده سازی پروسه های حمایوی، تدارکاتی، خدماتی و مالی واداری دایر گردید

۳ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه به منظور ساده سازی پروسه های (حمایوی، تدارکاتی، خدماتی و مالی و اداری) با اشتراک نمایندگان اداره امور، اداره اصلاحات اداری و خدمات ملکی و وزارت مالیه در تالار جلسات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۱۴
Background image

هیئت ریاست عمومی املاک امارتی به ولایت های لغمان و ننگرهار سفر نمود

 ۳ثور۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت تخنیکی و مسلکی ریاست املاک امارتی وزارت مالیه تحت رهبری رئیس عمومی این ریاست الحاج حافظ عبدالقدیر حقانی، به ولایت‌های لغمان و ننگرهار سفر رسمی نمود.
این هیئت به طور. . .

بازگشت به صفحه خبر