د کندهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارني کارکوونکو بېلابېل قاچاقي توکي نیولي دي!

د کندهار او نیمروز ګمرکونو د ګرځنده څارني ځيرکو او زړورو کارکوونکو د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي یو شمېر قاچاقي توکي، چي افغانستان ته په پټه راوړل کېدل کشف او نیولي دي.
په نیول سوو توکو کي (۲۹) ټنه مالټې، (۶۷) ټنه شیریني باب، (۲۰۷۵) کیلو ګرامه طبي درمل، (۲۲۰۰) کیلو ګرامه ټوکر او (۸۵۰) کیلو ګرامه پلاستیک شامل دي.
نیول سوي توکي د نورو اجراآتو لپاره د کندهار او نیمروز ګمرکونو ته سپارل سوي دي.