د عوایدو لوی ریاست د شهزاده سرای صرافانو ته د اظهار نامې په تړاو روزنیز پروګرام پیل کړ!
![.............](/sites/default/files/2024-02/0m1a3861.jpg)
د عوایدو لوی ریاست د رهبرۍ او صرافانو د اتحاديې د استازو له خپلمنځي ناستي وروسته دغه ریاست پرېکړه وکړه، چي د شهزاده سرای صرافانو ته د اظهار نامې په برخه کي روزنیز پروګرام ترتیب کړي.
په دغه پروګرام، چي د عوایدو او ګمرکونو په ملي اکاډمۍ کي نیول سوی وو، د عوایدو لوی ریاست اړوند د مالیه ورکوونکو د خدمتونو رئیس عبدالقیوم نصیر، د عوایدو لوی ریاست د اطلاعاتو او عامه پوهاوي آمر حافظ سید احمد هائد، د عوایدو او ګمرکونو اکاډمۍ آمر بلال احدي، د عوایدو د حقوقي خدمتونو او پالیسۍ ریاست د مالیاتي معافیتونو آمر روزي محمد نېکمل او د صرافانو د اتحاديې مرستیال الحاج حمدالله همدرد ګډون کړی وو.
د یادوني وړ ده، چي په دغه روزنیز پروګرام کي به (۲۵۰) تنو ته د یوې اوونۍ په موده کي د اظهارنامې د وړاندي کولو په برخه کي روزنه ورکړل سي.