د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ په ۱۴۰۲ کال کي سلګونو کارکوونکو ته روزنه ورکړې ده!
د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ په (۱۴۰۲ هـ.ل) کال کي د مالیې وزارت په شمول د پلټني عالي ادارې او د درنو جرمونو پر وړاندي د مبارزې ریاست د کارکوونکو، مالیاتي محاسبینو او ملي سوداګرو ته په اړوندو برخو کي روزنیز پروګرامونه وړاندي کړي او د دوی د وړتیا لوړولو لپاره ئې له مسلکي روزونکو ګټه اخیستې.
دغه روزنیزو پروګرامونه د ګمرکونو نړیوال سازمان(WCO) او سوداګرۍ نړیوال سازمان(WTO) د معیارونو مطابق او د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ د نوي ټکنالوژۍ او د ځینو هیوادونو د بریالیو تجربو په رڼا کي پلي سوي دي او همدا رنګه ئې د ګمرکونو کارکوونکو ته د کورنیو زده کړو سربېره له هيواده بهر هم د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
دغي اکاډمۍ په (۱۴۰۲هـ.ل) کال کي د مالیې وزارت د مرکزي او ولایتي ادارو کارکوونکو ته د شته امکاناتو، مجربو ټرېنرانو او پرمختللو وسایلو په مټ پر نړیوالو معیارونو برابر د (۲۳) روزنیزو پروګرامونو په لړ کي (۹۶۵) تنو کارکوونکو ته په اړوندو برخو کي مسلکي روزنه ورکړې ده.
یادي اکاډمۍ د خپل تدریسي پلان د عملي کولو تر څنګ، په همدې کال کي د عوایدو لوی ریاست، د بشري سرچینو ریاست، د امارتي شرکتونو، د ساتني او ځانګړو عملیاتو تنفیذي قطعې او د پلټني له عالي ادارې سره د (۱۶) روزنیزو پروګرامونو په وړاندي کولو کي مرسته کړې، چي (۷۳۸) کارکوونکو ته ئې پکښي په بېلابېلو برخو کي په معیاري ډول روزنه ورکړې او هم ئې د یادو ادارو (۵۱۵) تنو ته د ازادو سیالیو له لاري د ازموینو اخیستلو زمینه برابره کړې ده.