د خوست ولایت په محصولي ګمرک کي د اور وژني (۱۲) پایې فعاله سوې!
د خوست ولایت د اور وژني مدیریت د منسوبینو په همکارۍ د دغه ولایت په محصولي ګمرک کي د اور وژني له پاره (۱۲) نصب سوي پایې، چي له ډېري مودې راهیسي له کاره لوېدلي او غیر فعالي وې، بیرته فعالي او ګټي اخیستني ته وسپارل سوې.
د یادو پایو د فعالېدو سربېره، د دې ګمرک کارکوونکو ته د اور وژني عملي زده کړي هم ورکړل سوې، چي اوسمهال یاد کارکوونکي د اور وژني د مهارولو او مخنیوي لپاره په بشپړ ډول چمتو دي.
د یادوني وړ ده، چي د مالیې وزارت د هیواد په ټولو ګمرکونو کي د سوداګریزو توکو او ګمرکي تأسیساتو خوندیتوب ته لومړیتوب ورکوي او هڅه ئې کړي ده، چي په دې برخه کي ټول اړین امکانات اړوندو کارکوونکو ته چمتو کړي.
