په کابل کي د "امام ابو حنیفه" درېیم ملي او نړیوال نندارتون جوړ سو!

syllab_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۰:۳۲
........

 

په کابل کي د امام ابوحنیفه (رح) درېیم ملي او نړیوال نندارتون د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي، د عامي روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د مالیې وزارت د پالیسۍ معین انجنیر سلطان محمد زبیر، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال محمد یونس مومند، د ا.ا.ا د کابینې یو شمېر نورو غړو، سفیرانو، د دوستو هیوادونو استازو، کورنیو او بهرنیو سوداګرو او پانګوالو په ګډون جوړ سو.
دغه نندارتون د افغانستان د سوداګرۍ او پانګوني خوني له خوا د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او د سیمي له هیوادونو سره د افغانستان د سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو د پراختیا په موخه جوړ سوی دئ، چي (۴۰۰) د کورنیو تولیداتو او (۳۰۰) د بهرنیو تولیداتو غرفې پکښې نندارې ته وړاندي سوي دي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د دغه نندارتون په پرانیستې وینا کي وویل، چي د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکټور له پاره د اسانتیاوو رامنځته کولو ته ژمن دئ او د بهرنۍ پانګوني له پاره هم خپلي هڅي رواني ساتي. هغه زیاته کړه، موږ بهرنیو پانګوالو ته ډاډ ورکوو، چي په افغانستان کي د پانګوني ښه فرصتونه برابر دي. نندارتونونه د ګډو محصولاتو د پلور او بازارموندني مهم فرصتونه برابروي. په دغه نندارتون کي د کورنیو او بهرنیو تولیداتو (۷۰۰) غرفې نندارې ته وړاندي سوي دي، چي په هغو کي زموږ د تولیداتو ظرفیت نړۍ ته ښودل کېږي او زموږ د تولیداتو له پاره غوره باراز رامنځته کېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر الحاج نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کي وویل، چي دغه نندارتون د هیوادونو د تولیدي او صنعتي ظرفیتونو د پېژندني له پاره یو ښه فرصت دئ. هغه زیاته کړه، چي د دغه نندارتون اصلي موخه د تولیداتو او کورني بازار پیاوړتیا، تولیداتو او محصولاتو ته بازار موندنه او د اسلامي امارت او د سیمي او نړۍ هیوادونو تر منځ د تعاملاتو پراخوالی دئ.
د ماليې وزارت د پاليسۍ مرستيال انجنير سلطان محمد زبير په خپلو خبرو کي وویل، چي د افغانستان اسلامي امارت له بيا واکمنېدو را وروسته، چي د شاوخوا دریو کلونو په موده کي د دولت بودیجه له بهرنيو مرستو پرته له کورنيو عوايدو څخه برابرېږي او ټول هغه مالیات، چي راټولېږي د کونډو او یتیمانو، د کارکوونکو د معاشونو او په پراختیايي چارو کي لګول سوي دي؛ خو سره له دې د مالیې وزارت بیا هم تل هڅه کړې، چي د خصوصي سکټور له پاره اړیني اسانتیاوي رامنځته کړي، چي د مالیاتو کمښت او د مالیاتي جریمو معافیت ئې غوره بېلګي ګڼلای سو.
همدا راز نوموړي وویل، چي په راتلونکي کي هم پلان لرو؛ څو تر دې لا ډېري اسانتیاوي؛ لکه: د سیسټمونو آپډېټ کول، د وارداتي توکو د اسانه تشرېح په موخه د سکېنرونو نصبول، د کورنیو تولیداتو له پاره د معیاري لابراتوارونو جوړول او د مالیاتو سیستم غوره ‌والی، چي د سوداګرو په کارونو کي د اسانتیا لامل کېږي، رامنځته کړو.
د يادوني وړ ده، چي د امام ابوحنيفه (رح) درېيم ملي او نړيوال نندارتون د روان کال د تلي مياشتي له (١٥) مي نېټې څخه پیل او ددغې میاشتي تر (٢١مي) پوري به د افغانستان د ملي او نړيوالو نندارتونونو په مرکز کي، چي چمن حضوري ته څېرمه موقعيت لري، دوام وکړي. په دغه نندارتون کي خصوصي شرکتونو خپل صنعتي، کرنیز، ساختماني، لاسي صنایع، طبي وسایل، درمل او نور تولیدات په (۷۰۰) غرفو کي نندارې ته وړاندي کوي.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۳:۳۰
Background image

سفر رسمی رئیس عمومی املاک امارتی به ولایات هرات، نیمروز و فراه

۱۷اسد ۱۴۰۵هـ.ش

رئیس عمومی املاک امارتی وزارت مالیه الحاج حافظ عبدالقدیر حقانی در رأس یک هیئت مسلکی به ولایات هرات، نیمروز و فراه سفر رسمی نمود.
نامبرده در جریان این سفر با هر سه مستوفی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۳:۵۳
Background image

معین جدید عواید و گمرکات وزارت مالیه معرفی گردید

۱۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
حاجی نعمت الله حسن که  به اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) به حیث معین جدید عواید و گمرکات وزارت مالیه تقرر یافته بود امروز رسماً طی مراسمی به مسئولین و. . .

بازگشت به صفحه خبر