فقر او نابرابري

محمد ضمیر ستانکزی

فقر او نا برابري، د دریمي نړۍ هیوادونو په ځانګړې توګه افغانستان کي یوه همېشنۍ ستونزه ده، چي له کلونو کلونو را هیسي د دغي پدیدې د له منځه وړلو لپاره په میلیارډونو ډالره نړیوالي مرستي راغلې؛ خو هیڅ پایله ئې ور نه کړه او نه هم د افغانانو په ژوند کي کوم مثبت بدلون رامنځته سو. ممکن د دې ناوړه پدیدې په هکله ډيري کرښي کښل سوي وي؛ خو زه غواړم په پیل کي د بېوزلۍ او نا برابرۍ تعریف د نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د سازمانونو د تعریف پراساس تاسو ته وړاندي کړم.  د نړیوال بانک د تعریف پر اساس بېوزلي د خوراکي توکو، جامو او سرپناه په شمول د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره کافي امکانات او پیسې نه لرل دي؛ فقر لوږه ده او غربت د سرپناه نشتوالی دئ.

بل پلو بیا ملګرو ملتونو نا برابري دا ډول تعریف کړې ده:

هغه حالت چي مساوات پکښي نه وي؛ لکه: د اوسېدلو ځای، برابر حقوق، کاري فرصتونه او داسي نور... دې ته نا برابري ویل کېږي. په افغانستان او دریمه نړۍ هیوادونو کي د فقر او نا برابرۍ ډېری عوامل سته، چي غواړو څو مهمو ته ئې په لاندي ډول اشاره وکړو.

نابرابري:

د اقتصاد او یا هم د عاید له نظره ویلای سو، چي ټولنه په دریو برخو وېشل سوې ده: لوړه کچه، منځنۍکچه او ټیټه کچه. اقتصادي نا برابري د افرادو د عایداتو او شتمنیو ترمنځ توپیر ته اشاره کوي، چي دغه حالت په ټولنه کي د خلکو ترمنځ نا انډولي رامنځته کوي، کمزورې طبقه بیا د تحقیر او کمزورۍ احساس کوي او خپل باور له لاسه ورکوي، د دغو عواملو په پایله کي دوی نه سي کولای، چي د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره هڅه وکړي؛ بلکي په دې حس ژوند کوي، چي نه د خلکو لپاره او نه هم د ټولني لپاره اغېزمن ثابتېدای سي.

د څښلو پاکو اوبو او خوندي خوړو ته نه لاس رسی:

افغانستان هغه هیواد دئ، چي د پاکو اوبو او خوندي خوړو په موندلو کي له ننګونو سره مخ دئ، خلک ئې خپلو کورنیو ته د خوړو په پیدا  کولو کي پاتي راغلي دي. د نړیوالو سازمانونو له خوا وړاندي سوي ارقام ښيي، چي افغانستان د نړۍ له هغو بې وزلو هیوادونو څخه دئ، چي د ناخالصو تولیداتو کچه ئې ټیټه ده او دوی نه سي کولای، چي د خپلو کورنیو د ژوند د دوام لپاره لومړنۍ اړتیاوي پوره کړي. د بشري  مرستو ډېری سازمانونه په افغانستان کي کار کوي؛ خو تر اوسه هم نه دي بریالي سوي، ترڅو یادو کړاوونو ته د پای ټکی کښېږدي. د دې ټولو نا خوالو لامل دا دئ، چي دا بشردوستانه مرستي زموږ د ګران هیواد پر اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي برخو اغېز نه کوي، اکثریت مرستندویان د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي او هغه پیسې، چي د یادو سازمانو له لوري هيواد ته راځي په مختلفو نومونو او بهانو بيرته له هیواد څخه ایستل کېږي. افغانستان په خپله  ډېري سرچینې لري، چي کولای سي یادو ستونزو ته د پای ټکی کښېږدي؛ لکه:  سیندونه، کانونه، زراعت… خو ستونزه دا ده، چي د څه باندي څلورو لسیزو جګړو او د بهرنیو هيوادونو د لاسوهنو له امله افغان حکومت د خپلو اوبو په مدیریت کي پاتي راغلی وو او د دې ستونزو د له منځه وړلو لپاره ئې خپلو خلکو ته کافي خدمات نه وو وړاندي کړي.

کمزوری پوهنیز نظام:

د پوهي ډګر ته د را ستانه سوي نسل لپاره په افغانستان کي د ښووني او روزني د ښه سیسټم نشتوالی یو له سترو اندېښنو او ننګونو څخه ګڼل کېږي، چي موږ په تېرو څلورو لسیزو کي له دې ناخوالي سره مخ وو، زموږ ډېری هيوادوال بې سواده پاتي سوي او هغه څوک، چي د زده کړي هڅه کوي د ښووني او روزني له کمزوري سیسټم سره مخ کېږي.

شخړي:

ډېره نابرابري کولای سي باور او ټولنیز یووالي ته زیان ورسوي، چي په دې توګه له شخړو سره هم تړاو لري، شخړي په ځانګړې توګه د ګډو سرچینو په مدیریت کي شتون لري، یا هم نابرابري د شخړو حل کول خورا ستونزمنوي؛ د مثال په توګه، په (۲۰۰۵) کال کي اقتصادي کار پوه (بردهن) پخه خبره وکړه: (په پراخه توګه، نابرابري د شخړو په اقتصاد اغېز کوي، ځکه چي دا ممکن د ځینو ډلو لخوا احساس سوي شکایتونه پیاوړي کړي یا کولای سي د تاوتریخوالي د پیلولو او یوځای کېدو فرصتي لګښتونه کم کړي.)

افغانستان په وچه کي راګیر هیواد دئ، چي د مرکزي، لوېدیځي او جنوبي آسیا د سیمو په څنډه کي پروت دئ، ډېره برخه ئې د سترو سترو غرونو لړۍ پوښلې ده. د هندوکش غرونه، چي لوړوالی ئې تر (۷۰۰۰) مترو پوري رسېږي، په ټیټه ارتفاع کي ئې د وچ سټیپ پراخه سیمه او په سویل لوېدیځ پلو کي ئې د پام وړ دښتي او رغونه شتون لري. د افغانستان ټولني له قومي او کلتوري پلوه متنوع دي او په عمومي ډول لږ ښاري سوي دي. د اوږدې جګړې او سیاسي ناکراریو په پایله کي د افغانستان نفوس د نړۍ په کچه تر ټولو بې برخي دئ، په (۲۰۱۷م) کال کي د ملي بېوزلۍ کچه له (۵۰) سلني څخه زیاته سوه او وګړي ئې هم له خورا ځوروونکو ستونزو سره مخ دي، او د ښې زېربنا نشتوالی یو بل عام فکتور دئ، چي افغانستان ئې له ستونزو سره مخ  کړی دئ. په افغانستان کي اوسنی حاکم نظام (اسلامي امارت) کولای سي دغي چاري ته د ښه مدیریت په مټ د پای ټکی کښېږدي او دا هیواد نور له فقر او بېوزلۍ څخه وژغوري.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق