له افغانستان سره بهرنۍ پراختیایي او بشري مرستي

 

محمد طاوس فرزاد

لکه څرنګه چي ټولو ته جوته ده، افغانستان د یوه مهم  اقتصادي او سیاسي جغرافیایي موقعیت په درلودلو سره، تل د نړۍ د زبرځواکو هیوادونو د پام وړ مرکز پاتي سوی دئ، له همدې کبله د تاریخ په اوږدو کي له لوړو ژورو سره مخ سوی دئ. د څو لسیزو په اوږدو کي، د ګڼو  بهرنیو هیوادونو د یرغلونو او شخړو له امله د افغانستان د نورو برخو د زیانمنېدو تر څنګ، اقتصادي بنسټونه ویجاړ او سخت زیان من سوي دي، چي د دغو بنسټونو بیا رغول، یوباثباته او پیاوړي اقتصاد ته اړتیا لري. په اوسني عصر کي هیڅ یو هیواد نه سي کولای، چي په یوازي توګه ټولي چاري په ښه توګه تر سره کړي او خپلو موخو ته ورسېږي، د کمي ودي هیوادونه له کورنیو عوایدو نسي کولای هغه غټي بنسټیزي پروژې، چي د خلکو په ژوند کي له اقتصادي پلوه په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه اغېزې لري تمویل کړي؛ نو په دې اساس بهرنیو پراختیایي مرستو ته اړتیا لیدل کېږي.

له ۲۰۰۲ – ۲۰۲۱ز کال پوري د بهرنیو  پراختیایي مرستو  اغېزې:

 بهرنۍ نړیوالي مرستي د یوه هیواد په اقتصادي وده او پرمختګ کي مثبتي اغېزې لري، د همدې مرستو پر مټ کورنۍ ناخالصه ګټه او د سړي سر ګټه لوړېږي، د بې روزګارۍ او بېوزلۍ کچه ټیټېږي، د وګړو د ژوند سطحه لوړېږي او په ټوله کي د اقتصاد د غوړېدو او وګړو ته ئې د هوسایني سبب ګرځي، د دوو لسیزو په اوږدو کي بهرنیو مرستو او اقتصادي اغېزو ته کتنه کوو:

  له ( ۲۰۰۲)ز څخه تر ( ۲۰۲۱)ز کال پوري له افغانستان سره د مختلفو کنفرانسونو په ترڅ کي دوه اړخیزه او څو اړخیزه مرستندویه او نړیوالو مالي بنسټونو لخوا په میلیارډونو امریکایي ډالره پراختیایي مرستي تر سره سوې، چي له لاري ئې په افغانستان کي د کرني، روغتیا، ټرانسپورټ، پوهني، اقتصاد او نوري ګڼي بنسټیزي پراختیایي پروژې تمویل او تر سره کړای سوې، چي د هیواد د اقتصادي پراختیا، د ظرفیتونو رامنځته کولو او د بېکارۍ د کچي په کمولو کي ئې د پام وړ رول لوبولی دئ.

له افغانستان سره د نړیوالو بشري مرستو اغېزې:

په افغانستان کي د سیاسي بدلون او  د اسلامي امارت په ټینګښت سره ټولي بهرنۍ پراختیایي مرستي وځنډېدلې، چي له امله ئې په افغانستان کي  د پراختیايي پروژو کارونه په ټپه ودرېدل او په پایله کي ئې د هیواد پر اقتصادي وضعیت ناوړه اغېزې وغورځولې او د پراخي بېکارۍ سبب سوې. بشري مرستي په بېړنیو او خاصوحالاتو کي د لومړنیو خوراکي توکو او نغدو پیسو په بڼه وېشل کېږي، تر ډېره د هغه مرستي مقطعې دي، چي د هیواد په اقتصادي پرمختګ او د بېکارۍ  د کچي په کمولو کي هیڅ ډول اغېزې نه لري او  په بحراني او خاصو حالاتو کي تر سره کېږي.

په ( ۲۰۲۱)ز او ( ۲۰۲۲)ز کلونو کي له افغانستان سره د نړیوالي ټولني او مالي نړیوالو بنسټونو بشري مرستي د ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي ادارو او بنسټونو له لاري ترسره سوي دي، چي د دغو مرستو یوه غټه برخه د ملګرو ملتونو او نورو غیر دولتي ادارو او بنسټونو په اداري او نورو مصارفو لګول کېږي، چي د بشري مرستو اغېزې تر ډېره کموي. که چیري دغه مرستي د افغانستان د ملي بودیجې له لاري تر سره سي، تر ډېره اغېزناکي تمامېږي. له بل اړخه که چيري د (۱۳۹۹ )ل کال ملي بودیجې سند ته لنډه کتنه وکړو، لیدل کېږي، چي د افغانستان د ( ۱۳۹۹)ل کال بودیجه (۱۳۹،۲۷۹،۹۵۳،۶۹۱) میلیارډه افغانۍ وه، چي د پام وړ برخه (۲۰۷،۰۸۳،۵۳۹،۹۱۹) میلیارډه افغانۍ د بهرنیو پراختیایي مرستوڅخه تمویلېده او د دغو مرستو په چوکاټ کي د برېښنا، ټرانسپورټ، کرني، پوهني، کارموندني او داسي نورو برخو کي لګول کېږي، چي د افغانستان د آبادۍ او  اقتصادي پراختیا تر څنګ، د بېکارۍ د کچي کمولو او د خلکو پر ژوند له اقتصادي اړخه مثبتي پایلي لري. بهرنۍ پراختیایي مرستي د بشري مرستو په پرتله له هر اړخه ګټوري او اوږد مهالي اقتصادي او ټولنیزي اغېزې لري، چي د هيواد د آبادۍ او پرمختګ تر څنګ د خلکو د هوسایني او ښه ژوند د زمینې برابرولو سبب هم ګرځي

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق