د امنیت شتون د پانګوالو د زیاتې علاقمندۍ سبب ګرځېدلی
لیکنه:لعل ځاځی
د څلورو لسيزو راهېسې په ټوله نړۍ کې افغانستان هغه هېواد وو، چې ترټولو زیاتې جګړې پکې وشوې او میلیونونه کسان یې ووژل. د سلګونو میلیاردونو امریکایي ډالرو په ارزښت پکې تاسیسات له منځه لاړل، میلیونونه کسان پکې معیوب او له شپږو میلیونو ډېر یې مهاجر شول. زه یوه عادي بېلګه د زېربنایي تاسیساتو درکوم، چې له ۲۰۰۱ میلادي کال وړاندې د ۲۴۰ میلیاردو امریکایي ډالرو په ارزښت یاد تاسیسات له منځه لاړل. حکومت په ټوله جفرافیه واک نه درلود هماغه وو، چې کارونه یې ناکامه ثابتېدل. په تېرو دوو لسیزو کې د زیاتې جګړې له امله میلیونونو کسانو له ځان سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت پانګې له افغانستان څخه ووېستلې.
اوسمهال کله چې اسلامي امارت حاکم شوی په ټول افغانستان کې امنیت راغلی دی او د یو مرکزي حکومت تر چتر لاندې په ټوله جغرافیه باندې بشپړ حاکمیت لري. اوسمهال جګړې نشته، په هېواد کې یوه ارامه فضاء رامنځته شوې ده. د غلا په کچه کې ډېر کموالی راغلی، د سوداګرو او صنعت کارانو د غلا او اختطاف په کچه کې زیات کموالی لېدل کېږي. مخکې به هر سوداګر او پانګوال د خپل ځان، کورنۍ او شتمنۍ د ساتلو لپاره له ٪۱۵ نېولې تر ٪۲۵ پیسې د خپل امنیت د ساتلو په خاطر لګولې، چې اوس دا برخه پیسې نه مصرفېږي؛ بلکې پانګوال په ډاډه زړه ژوند کوي. په تېر کې دوی قیمتي ذرو موټرو او د ګاردانو لګښتونه زیات وو، مهمه دا چې دوی نشوای کولای چې له یو ځای څخه بل ځای ته لاړ شي؛ ځکه چې اوس موږ وېنو چې په یو عادي موټر کې یوازې هم ګرځېدلای شي. د دوی د کورنۍ غړي به تل په خطر کې وو، له کوره بېرون ته نشوای تللای، د کور د ساتلو لپاره یې امنیتي کسان ګومارل، چې اوس په دې برخه کې اعتماد رامنځته شوی دی. د غلا کچه ډېره لوړه وه، د دوی شتمني هر وخت به په خطر کې وه، مهمه دا چې د پیسو په مقابل کې به له دوی څخه د کورنۍ غړي غلا کېدل، چې دا برخه یې ډېره دردوونکې وه. همدا وجه وه، چې اکثرو پانګوالو د ځان او کورنۍ غړو د ساتلو لپاره بهر ته لاړل؛ ترڅو ځان یو محفوظ ځای ته ورسوي. پانګوالو، سوداګرو او عام ولس ته د ناامنۍ او غلا د شتون له کبله رواني وېره رامنځته شوې وه، که ستونزه به موجوده هم نه وه، دوی به سخت ډارېدل او په سختۍ یې له کور څخه بهر ته د تللو تکل کاوه.
له بلې خوا که یوه سوداګر غوښتل چې له یو ځای څخه بل ځای ته خپل سوداګریز توکې ولېږدوي، په لاره کې به د دوی مالونو څخه په غیر قانوني توګه د سېمه ییزو زور واکو لخوا پیسې اخېستل کېدلې. دغه ستونزې یوازې په مشخصو سېمو کې موجودې نه وې؛ بلکې د هېواد په اکثرو لویو او وړو لارو کې له دوی څخه سېمه ییزو زور واکو پیسې اخېستلې. کله چې له مزار نه کابل ته راتللې لسګونه ځایه به له موټر چلوونکو څخه پیسې اخېستل کېدلې، که وربه یې نکړې؛ نو وهل یې ورکول. په تېر دولت کې یو مشخص ځای کې به چې یو ځل په قانوني ډول پیسې ورکړل شوې، له دې سره د موټر چلوونکو یا سوداګرو کومه ستونزه نه درلوده؛ مګر دا چې څو ځلې په مختلفو ځایونو کې اخیستل کېدلې؛ نو سوداګر او موټر چلوونکي سخت ورسره په تکلیف وو.
د نن ورځې ښه خبر دا دی، چې دا زورواکي په بشپړه توګه له منځه تللي دي، په لویو لارو کې سوداګر او موټر چلوونکي پرته له کومه خنډه کولای شي، چې د یو ځای نه بل ځای ته د یو ځل قانوني پیسو په تحوېلولو سره مالونه ولېږدوي او د لېږد په لګښت کې یې کموالی راغلی دی.
په تېر کې د امنیت د نشتون له وجې میلیاردونه ډالر پانګې له افغانستان څخه بېرون وویستل شو؛ مګر اوس امنیت تامین شوی او څومره چې ما د اسلامي امارت د حکومت په جریان کې له پانګوالو او سوداګرو سره لېدلي، ډېر خوښ او خوشحاله دي. آن تر دې چې دوی هغه پانګوال بېرته دې ته هڅوي، چې له افغانستان څخه بېرون تللي دي، په افغانستان کې اوسمهال کې امنیت تامین شوی، امنیتي خنډونه له منځه تللي او پانګونې ته له بل هر وخت ښه زمینه برابره شوې ده. پانګوال کولای شي چې له دې موقع څخه استفاده وکړي او پانګونه وکړي.
اعلامیه هاهمه اعلامیه ها
اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی
بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .
اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست
شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق