د اسلام اداري نظام

کلونه وړاندي مسلمانانو منظم اداري سیسټم درلود، هیله لرو چي یو ځل بیا د اسلام اداري نظام د الګو په توګه نړۍ ته ور وپېژنو. د غرب پرلپسې فکري هڅو او استعمار حتی لوی تعداد مسلمانان په دې معتقد کړل، چي اسلام د فرد او رب تعالی تر منځ اړیکه څېړي او له عباداتو سره سروکار لري. د دوی په خوله له نظم او ادارې سره ئې اړیکه نه سته. د دوی دا کړني موږ دې ته هڅوي، چي په اقتصاد او اداري برخو کي په غرب پسي اقتدا وکړو، مګر نه؛ واقعیت هیڅکله داسي نه دئ. اسلام منظم او په تول تللی اداري نظام لري، چي په لومړۍ لیکنه کي به مقدماتي بحث پرې وکړو.
د لوړو اهدافو تر لاسه کول تدبیر، نظم، پلان او یوه مشخص رهبر ته اړتیا لري. په ګډوډۍ کي د اهدافو تر لاسه کول اصلاً ناشوني دي. اسلام د نظم دین دئ. په لمانځه کي هم مشخص امام وي، مقتدیان د امام حرکتونو ته په کتو منظم خپل عبادت کوي، په سفر کي له دریو څخه د یوه کس په رهبر/آمر ټاکلو باندي ټینګار سوی، دا ټول په دې مانا دي، چي اسلام یو مشخص اداري نظام لري او رهبریت ته ژمن نظام دئ. د کارونو وېش، چي په اداره کي مهم بحث دئ، قرانکریم د دندو وېش ته په لاندي ډول اشاره کوي،(فالمدبرات امرا)  ، ژباړه : بیا له ( الهي احکامو سره سم) د چارو تنظیم کوئ.
همدارنګه رسول الله (ﷺ) هم خپل ملګري په مختلفو حالاتو او ځایونو کي په بېلابېلو دندو مکلفول؛ لکه: معاذ بن جبل د والي او قاضي په حیث، خالد بن ولید او سعد بن ابي وقاص او داسي نور ئې هم په بېلا بېلو ځایونو کي مسئولین ټاکلي ول.
د ادارې مهمي دندي(POSDRB) یا پلان – تنظیم- رهبري- همغږي- بودیجه جوړونه او کنټرول کلونه وړاندي موږ ته د سیرت په درسونو کي راښودل سوي دي، دا چي د کاغذ پر مخ پاتي سوي دا یو جلا بحث دئ.
د اسلام په تاریخ کي پیغمبرانو ستر ستر حکومتونه رهبري کړي دي، ټول پیغمبران په تقوی، علم، عقل، بصیرت، شجاعت، امانتدارۍ، ډيپلوماسۍ او سیاست کي بې بېلګي شخصیتونه ول. د حضرت عثمان (رض) په وخت کي د اسلامي حکومت جغرافیه د اطلس له سمندره د چین تر دېواله او آن د بالکان له هیوادونو د چين تر سمندره پوري رسېدله، چي دا چاره پرته له مظبوط نظم، پلان او ادارې څخه اصلاً ممکنه نه وه. د سوداګرۍ، قضاء، معاشاتو سیسټم، اقتصادي نظم، په بازار کي د قیمتونو کنټرول، د احتکار مخنیوی، نظم او عدل هغه څه دي، چي ټول له موږ څخه غرب کاپي کړي دي او په نویو الفاظو او نوې بڼه پر موږ خپل الفاظ بیا ځلي خرڅوي او مني.
قرآن کریم د رهبرۍ  او رهبریت تر ټولو جامع کتاب دئ. ما چي د لېډرشيپ څومره کتابونه لوستي دي، ګنګس کړی ئې یم، غوڅه او قاطع خبره مي نه ده ترې زده کړې، مګر په قرآن پاک کي د پیغمبرانو کیسې ټول د عملي لېډرشيپ/رهبرۍ درسونه دي. تقوی، عدل، صداقت، تواضع، زغم، اجراآت، همدردي، ترحم، ځراکت، غوره اخلاق، اخلاص، عزم، ثبات، عفوه، علم او اعتدال بحثونه په بېلا بېلو ځایونو کي مکرراً سوي دي.
مثلاً: په سوره یوسف کي د ستراتیژیک پلان مکمله یادونه سوې ده. لومړی ئې خوب( لېرلید) لیدلی وو، څوارلس کلن پلان چي اووه کاله باران، اووه کاله د وچکالۍ بحث سوی دئ، کټ مټ په ستراتیژیک پلان کي لومړی لېرلید باید مشخص وي. سوره  یوسف کي د یوسف (ع) صبر، ځراکت، د الله پاک له لوري د هغه سپیناوی، ثبات او ګڼ موارد یاد سوي دي.
په سوره هود  کي د شخړي (منازعاتو د حل) مدیریت بشپړ بحث سوی دئ. موسی (ع) واقعه د بحران د مدیریت  اړوند او د مذاکرې عجیب موارد  پکي یاد سوي دي، چي له فرعون سره ئې مخته وړله. رسول الله (ﷺ)  د اداري سیسټم په راس کي  د اجرائیوي ځواک او رهبر په توګه، مرستیالان ئې د اسلام د لومړي دور شخصیتونه، د مرکزي کابینې د شوری غړي اووه تنه د مهاجرینو او اووه تنه د انصارو څخه حضرت حمزه، حضرت جعفر، حضرت ابوبکر صدیق، حضرت عمر، حضرت علي، ابن مسعود، سلمان فارسي، عمار، حذیفه، ابوذر، مقداد او بلال رضوان الله علهیم اجمعین دي
صداقت او اطاعت نهایت مهم وو، په ټولو مجالسو کي به ټینګار پرې کېده، همدارنګه د مامورینو انتخاب ئې د نمونې په ډول  ابوسفیان بن حرب  د نجران د سیمي والي ټاکلی وو او هره ورځ ئې د هغه وخت د اړتیاوو مطابق یو درهم معاش ورکاوه، ځينو شتمنو صحابه وو به د تنخوا هیڅ غوښتنه هم نه کوله. مانا هم د معاش سیسټم هماغه وخت وو او هم فداکاري موجوده وه.
د همپالني او عدالت بېلګه ئې دا ده، چي د غنیمت مال به ئې سمدستي وېشه، مجرد ته یوه برخه او متاهل ته دوې برخي ورکول کېدې.
همدارنګه د حضرت ابوبکر صدیق(رض) په سپېڅلي دور کي جزیرة العرب په دریو ولایتونو(مکه مکرمه، مدینه منوره او طایف) وېشلي ول  او د یمن سیمه ئې په اتو ولایتونو وېشلې وه .
همدارنګه به حضرت ابوبکرصدیق(رض) په خپله د اداري مسئولینو او مامورینو څارنه کوله، یزید بن ابوسفیان ته ئې په خپلو لارښوونو کي ویل، چي تاته د ولایت مشري درسپارم او ازمایښت درباندي کوم، که چيرته دي په نېکۍ لاس پوري کړ؛ نو خپل کار ته به دوام ورکوې او که نه وو، له دندې به دي ګوښه کړم. همدارنګه د حضرت عمر(رض) خلافت په دور کي فتوحات زیات وسول او د اسلامي حکومت جغرافیه پراخه سوله، ځیني بدلونونه ئې رامنځته کړل، قضائیه قوه ئې له اجرائیه قوې څخه جلا کړه، د والیانو عمده وظایف د خاوري ساتنه، د عدالت خپرول، د ظلم مخنیوی او د خلکو خدمت کول ول، د کابینې مجلس د حکومت په چارو او اداره  کي مشورتي  مجلس وو، د بیت المال اداره ئې په خپله په لاس کي ونیوله او نوري چارې ئې د توان، اړتیا او وړتیا مطابق په صحابه کرامو ووېشلې(د ژمنتیا ستونزه هلته په بشپړ ډول حل وه)، دفتري نظام ئې اساسي جوړ کړ، د وسله وال فوځ له پاره ئې جلا دفتر پرانیست، د فوځ متخصصین، د لښکرو تنظیم او د دوی لګښتونه ئې جلاجلا تنظیم کړل، د ځمکو مساحت معلومولو برخه، د خلکو د سر شمېرني/ احصائې دفتر ئې پرانیست، د معارف مدارسو او ښوونځيو له پاره ئې جلا د ودانیو بندوبست وکړ او په دې څانګه کي ئې د معلمینو استخدام وکړ، د خلکو شکایتونه به په منظم ډول اورېدل او حل کېدل. دې برخي ته ئې  محمد بن مسلمه وټاکه. والیان به ئې چي لېږل ځيني سپارښتني به ئې ورته کولې او دا به ئې ورته ویل، چي د ولس په وړاندي خپلي دروازې مه بندوئ، تادیب، مکافات او مجازات ټول په منظم ډول ورکول کېدل، د حمص والي  ئې مدینې ته راوغوښت او له یاد والي سره ئې درې ورځي ملاقات ونه کړ، جرم ئې په حمص کي د خلکو په وړاندي د دروازو مقطعې بندول وې. همدارنګه د مکافاتو بحث هم مطرح وو، یو وخت ئې د حمص والي ته د نه ستړي کېدونکو کړنو په مقابل کي (۱۰۰۰) روپۍ ور ولېږلې، مګر هغه ټولي په مجاهدینو ووېشلې.
د لومړۍ برخي بحث له دې زیات نه سو غځولای، په ټوله کي ویلای سو، چي اسلام ځانګړی اداري نظام لري او دا برخه ئې هیڅکله له پامه نه ده غورځولې.

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق