د ځان بسیایني او مسلکيتوب پر لور

سره له دې چي د هیواد په اقتصادي او سیاسي وضعیت باندي د نړۍ فشارونه پر زیاتېدو او دوامداره دي او له اسلامي امارت سره غاړه نه وړي، په داسي حال کي چي اسلامي امارت غواړي د خپلواکۍ په ساتلو سره له ټولي نړۍ سره خپلې اړیکي له ډیپلوماټیکو اصولو سره برابري جوړي کړي او دغه هیواد له سیاسي او اقتصادي لحاظه د سیمي او نړۍ د هیوادونو په قطار کې راسي، ولي ځیني بهرنۍ اوکورنۍ ستونزي سته چي باید حل او فصل سي؛ خو د افغانانو ارادې ژوندۍ دي او اسلامي امارت د خلکو له سپېڅلو ارادو انګېزه او انرژي اخلي او په پرلپسې د ځان بسیایني او مسلکتیوب پر لوري ګامونه پورته کوي، ترڅو یوه مخکښه مسلکي اداره ولري او ورځ تر بلي پر خپلو پښو ودرېږي.
دوه اونۍ وړاندي ازبکستان د افغانستان په برخلیک ټاکلو او اقتصادي او سوداګریزو اړیکو همدا شان له نړۍ او سیمي سره د افغانستان د سیاسي اړیکو ښه کېدو په موخه کنفرانس راوباله، چي څه د پاسه ۲۰ هیوادونو استازو ګډون پکښي کړی وو. دغه کنفرانس ته د افغانستان د لوړ پوړو مشرانو، ملي سوداګرو او خصوصي سکټور د استازو ترڅنګ د مالیې وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري هم ورغلی وو. د مالیې وزارت په استازیتوب د نوموړي ورتګ له کوربه هیواد سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د ښه کېدو ترڅنګ د ګمرکي معلوماتو شریکولو، راکړي ورکړي او دوه اړخیزه اقتصادي اړیکو پراخولو کي هم ګټور تمام سو. په ورته وخت کي د افغانستان د استازو په ورتګ سره د کوربه هیواد او افغانستان ترمنځ پر سوداګریزو اړیکو هم یو شمېر هوکړي او خبري وسوې، چي په پایله کي د یاد هیواد او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ او راکړي ورکړي کچه هم د پام وړ زیاته سوې ده. همدا راز د افغانستان اسلامي امارت د یوه بل ګټور ګام په پورته کولو سره د اکسوس چنایي کمپنۍ سره د نفت او ګازو دولتي شرکت د شراکت قرارداد لاسلیک کړ. د نفت او ګازو د استخراج چینایي کمپنۍ (اکسوس) سره د مالیې وزارت اړوند د نفت او ګازو دولتي شرکت له لوري ۲۰٪ شراکت قرار داد لاسلیک سو، چي یاد چينايي شرکت به د کانونو وزارت سره د قشقرې د تيلو د استخراج قرارداد کوي او بیا به د نفت او ګازو دولتي شرکت سره په ګډه استخراج ته مخه کوي.
دا چي افغانستان له جغرافیایي اړخه، د سویلي اسیا، مرکزي اسیا، چین او منځنۍ اسیا کې پروت هیواد دئ او کولای سي دغه ټول هیوادونه له اقتصادي او ټرانزیټي اړخه سره وتړي، له همدې کبله له چین سره د افغانستان د اړیکو ښه کېدل او همدا شان که چيري په راتلونکي کي د (CPEC) په کورېډور کي د افغانستان ګډون ممکن سي دغه هیواد به په یوه ستر سوداګریز هیواد بدل کړي. له بل پلوه افغانستان د ۲۳ زره میګاواټه برېښنا د تولید وړتیالري، چي په دې برخه کي د چین د پانګوني لېوالتیا زیاته ده او کولای سي د افغانستان د ښه اقتصادي ملګري په توګه پاتي سي او افغانستان په یوه اوږدمهاله اقتصادي لاره خپل مزل پیل کړي.
له چین سره د دا ډول او دې ته ورته هوکړو په ترسره کولو سره به د افغانستان په اقتصاد او نفتي برخه کي تر ډېره بریده په ځان بسیا کېدو او په بازارونو کي د نفتي توکو د بېې په راټیټېدو هم مثبت اغېز وکړي او له دې سره - سره به د هیواد ملي عواید لوړ کړي.
له اقتصادي اړخه را پدېخوا د افغانستان ادارې تر خپل ممکن حده د مسلکیتوب پر لوري ګامونه پورته کوي، د مالیې وزارت د عوایدو عمومي ریاست په یوه اقدام کي د هیواد په څلور دېرش ولایتونو کي څه باندي یو زر (۱۰۰۰) قراردادي بستونه اعلان ته وسپارل، چي وکولای سي مسلکي ځوانان او کدرونه د هیواد په بېلابېلو ادارو کي جذب کړي، د دوی له تجربو او مسلکیتوب څخه به په ښه توګه ګټه واخیستل سي او ترڅنګ به یې تر یوه حده د بېکارۍ په راکمولو کي اغېزمن تمام سي او د افغانستان ځوان نسل، مسلکي او تخصصي کدرونه به په هیواد کې د ننه پاتي او د کار زمینه به ورته برابره سي.
 درنښت

اعلامیه هاهمه اعلامیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۴ - ۱۰:۲۲
Background image
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۵:۲۷
Background image

اطلاعیه ریاست عمومی گمرکات به شرکت های تجارتی و فابریکات صنعتی

بر بنیاد حکم رهبری امارت اسلامی افغانستان تمام شرکت ها مکلف اند تا اموال تجارتی خویش در گمرکات توسط نماینده رسمی طی مراحل نمایند. همچنان بر اساس همین حکم یک نفر میتواند که نماینده سه . . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۷ - ۸:۴۲
Background image

اطلاعیه شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان در رابطه به شارت لیست متقاضیان ۱۳۳ بست

شرکت دولتی نفت و گاز افغانستان مربوط وزارت مالیه، قبلاً به تعداد (۱۳۳) بست های مختلف خویش را جهت جذب و استخدام افراد مسلکی و مجرب از طریق